کالمونه

زما نظر دا دی

سالمزی

زمانظر دادی چې د افغانانو په میړانه، شهامت، غیرت اومیلمه پالنه خو د نړۍ دبېلابېلو استعماري، استکباری او اشغالګرو هيوادونو چارواکو له خپلې ماتې وروسته خپل نظرونه ورکړي، کله چې بريتانوي امپراطورۍ په نيمه نړۍ کې واک چلوو دخپل غرور نيلي يې هرې خواته پداسې چټکۍ ځغلوه چې هيڅ چايې په وړاندې د دريدو جرأت اوجسارت نه درلود دخپلو یرغلونو او هيوادونو دنیولو په لړکې يې په افغانستان هم یرغل وکړ په داسې حال کې چې د زمانې په عصری او مدرنو وسلو سنبال هم ؤ افغان مؤمن او ميړني ملت یې دمقابلې ګرمو سنګرونو ته راودانګل اوکلکه مقابله یې ورسره وکړه په دريو لویو حملوکې ورته داسي غاښ ماتوونکي ځواب ورکړ چې یواځي په يوه حمله کې چې د انګریزانو وروستۍ جګړه وه یواځي دکابل له بوتخاک څخه دجلال آباد ترتورخم پوري ۱۶۰۰۰ زره انګریزي ځواکونه مردار او له منځه ولاړل اویواځي یوتن ډاکټر چې برایډن نومیده مړ ژواندی له تورخم څخه مجاهدنیوپه دې خاطر پریښود چې انګریزانو ته دافغانانو دغیرت او ميړانې کیسې وکړي.
کله چې انګریزي ځواکونه زموږ دهیواد په اشغالولو ونه توانیدل او ناهیلي زموږ له خاورې څخه ووتل نو دبریتانيې دهغه وخت صدراعظم چې ګلا ډیسټون نومیده وویل له هغه قوم سره څوک څه کولی شی چې هغوی جنت د ټوپک په میل کې ګوري.
له هغې را وروسته کله چې دوخت شوروی اتحاد زموږ په هیواد یرغل وکړ پداسي حال کې چې په نړۍ کې یې سیال نه درلود دنړیوالو قوانینو خلاف بې زموږ په خاوره بربنډ یرغل وکړ او زموږ قهرمان اومسلمان ملت یې دمقابلې لپاره ډګر ته ور ووت ، پداسې حال کې چې افغانان تش لاس ول یونیم شلخی ټوپک او شلخی کارتوس یې درلود په تبر، لور او خالي لاسونو یې دهغوی سره داسې مقابله وکړه چې له همدوي څخه یې وسلې ترلاسه کړې او له لس کلن جنګ وروسته چې په میليونو افغانان یې په شهادت ورسول او زموږ وطن په کنډواله بدل شو خو زموږ دملت د کلک هوډ اوکلکې ارادې په وړاندې يې دمقابلې توان له لاسه ورکړ او ټیټ سرونه له افغانستان څخه ووتل چې د روسيې قواوو قوماندان جنرال ګروموف د حیرتان په پل د تيريدو په حال کې ځیني څرکندونې وکړې او ويې ویل : په افغانستان یرغل د روسیې چارواکو یوه ستره او نه جبرانيدونکې اشتباه وه.
همدارنګه دجرمني ولسمشر هیلټر هم ویلی ؤ چې وسله زما وی او فوځ می افغانان وی نو مابه په نړۍ نخرې کړی وای . امریکایې اشغالګرو ځواکونو هم چې نژدې ټوله نړۍ يې دځان تابع ګرځولی وه د روسانو له ماتې را وروسته خپل یرغلیز سیاست ته د دوام په لړکې په افغانستان یرغل وکړ او د ۲۰ کلن اوږده جنګ وروسته یې په خپله ماتې اعتراف وکړاو دامریکې ولسمشر جوبايډن په خپلو اظهاراتوکې افغانستان دامپراطوریو هدیره یاده کړه.
دهند پخواني ولسمشر افغانان له مالوچو نرم او له تیږې کلک یاد کړی اوويلې يې چې افغانان هیڅکله د چا بدې او نیکې نه هيروي له دوی سره ډغره له غره سره ډغره وهل دي.
مقدونی سکندريې په اړه ویلي : یواځيني خلک چې له موږ سره جنګیدلي اوخپله ماته يې نده منلی هغه افغانان دي.
دیوه امریکايي جنرال له قوله چې ویلي يې دي، په موږ چې له کوم لوري دمرمۍ فیر کېږی نو خپل ځان خوندي ځای ته رسوو خو افغانانو برعکس د ډزځای ته ځان رسوي چې له نږدې څخه يې مزه وګوري.
د روسیې پخواني ولسمشر ويلی: که پنځوس زره افغانان وروزل شي له ټولې نړۍ سره مقابله کولی شي. یوه جرمنی جنرال ویلي: افغانان یواځيني خلک دي چې څوک ورسره جنګ کوي هرکلی يې کوي، زما نظر دادی چې موږ خو دجنګ لپاره نه يو پیدا شوي چې ترقیامته به موږ یو او جنګونه به وي ترڅو چې موږ خپل دې حالت ته تغییر ورنکړو الله (ج) هم دغه حالت ته تغییر اوبدلون نه ورکوي .همدارنګه یو شاعر هم پدې هکله داسي ويلي:
خدای هم نه بدلوي حال دهغه قوم !
څوک چې نه بدلوي خپل حالت پخپله
راځۍ چې د یو ملت په توګه د واحد افغانستان لپاره پخپلو کې یو بل ته لاسونه ورکړو او خپل ځوريدلي، کړيدلي اودرديدلي ملت د ژوند طوفاني بیړۍ د نجات ساحل ته وباسو ترڅو به موږ خپلو منځوکې یو بل سره وژنو او نړيوال به مو سیل کوي، ترڅو به ا ستعماري طاقتونه پرموږ دخپلو وسلو ازموینې کوي او موږ به لاس تر زنې ورته ناست یو افغانستان یو آزاد مستقل او خپلواک هيواد دی راځئ په یووالی سره دغه ستونزوته دحل لاره وګورو او خپله آزادي وساتو ترڅو به دپردیو لپاره د نیابتي جنګونو خاشاک یو ، راځئ نور د پرديو لاسوهنو ته دپای ټکی کيږدو او په خپل هيواد کې سرلوړی ژوند وکړو.
ديوه خپلواک او پرمختللي افغانستان په هيله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close