سرمقالې

زموږ تعلیمي نظام ژور بدلون ته اړتیا لري

په نني عصر کې موږ ټول باید پردې حقیقت ډېر ښه وپوهېږو چې له پوهې او معرفت نه پرته ژوند کول خورا ستونزمن او له بدمرغیو ډک تمامېږي. علم او پوهه نه یوازې دا چې د خپل ځان او خپل خالق او مالک پېژندلو لپاره اړین دي بلکې اوس مهال خو پرته له تخنیکي فنونو د خپل معیشت چاره کېدی شي او نه خپله دفاع او له دښمنانو د خپل دین او پت ساتل ممکن دي- تر دې چې که د امت پر اوسنۍ بده ورځ ښه فکر وشي نو خامخا دې نتیجې ته رسېږي چې د انحطاط او ذلت د مهمو اسبابو له جملې یې یو مهم سبب په عصري او طبیعي علومو کې غفلت او سستي ده. له بده مرغه موږ هم له پېړیو راهیسې په جنګ جګړو کې ښکېل او د بهرنیانو له سختو یرغلونو سره مخ شوي یو، تعلیمي نظام مو حتماً له سره بیا کتنې ته شدیده اړتیا لري- ځکه زموږ اوسنی تعلیمي نظام هغه که دیني وي او که عصري د طالبانو لپاره ستومانونکی خو د زمانې غوښتنو ته ځواب ورکونکی نه دی.د مثال په ډول زموږ د دیني مدارسو د طالبانو کلونه کلونه د عربي ژبې په زدکړه کې تېریږي خو نتیجه معلومه ده چې بیا هم له فراغت وروسته په سلو کې (۹۹)یې نه په عربي ژبه دوه خبرې کولی شي او نه کومه جمله لیکلی. حال دا چې که څوک یو کال د انګلیسي ژبې کورس ولولي هم پوره محاوره کولی شي او هم لیکنه په دی توګه زموږ د دیني مدارسو او عصري زده کړو درسي نصاب د ناکامۍ او نیمګړتیا لپاره ایکي یو همدا دلیل کافي او شافی دی او لازمه ده چې زموږ استادان پردې موضوع ښه په غورسره فکر وکړي.همدارنګه د عصري علومو نصاب او نظام مو هم ډېر پخوانی او د وخت له اړتیاو وسره هیڅ اړخ نه لګوي. مثلاً دا چې له اول ټولګي تر دوولسمه یو خو د مضامینو شمېر پکې ډېر زیات دی بل دا چې وخت ډېر نیسي. په داسې حال کې چې د اوس زمانې خلک ټول په منډه دي. په دې معنا چې دا وخت نور خلک په دوولسو کلو کې زښته ډېر پرمختګ کوي- نو فرضاً که زموږ نظام هم داسې وټاکل شي چې تر لسم پورې له دیني او عصري علومو نه یوازې دېر اساسي او ضروري یې په نصاب کې شامل کړی شي له یوې خوا به د مدرسې او مکتب اختلاف او توپیر له منځه ولاړشي او له بلې خوا به د طالبانو ټول وخت په ضروري او ګټورو درسونو کې مصرف شوی وي- بیا که تر دې ور پورته نور وخت یې په تخصصاتو کې ولګیږي خامخا به هر یو په خپل مسلک کې ښه مهارت او پیاوړتیا تر لاسه کړې وي. لنډه دا چې که موږ د علومو او فنونو تر لاسه کولو کې د پرمختګ غوښتونکي یو، نو دا چاره د تعلیمي نظام له بیا کتنې او څېړنې پرته هیڅ امکان نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *