لیکنېمقالی اوتبصرې

سـياسي بصـيرت

د روانو چارو په اړه پوهه او په خاصه توګه سياسي بصيرت د هر داعي مسلمان دنده ده او ددې لامل هماغه مشهوره قاعده ده: ما لايتم الواجب الا به فهو واجب، يعنې: که واجب د يوه کار نه پرته نه ترسره کېدل، دغه کار هم لازم کېږي.
په نن ورځ کې باثباته ژوند او پرمختګ تر هغې شونی نه دی، تر څو چې فرد د فرد او ټولنه او ملت په مجموعي شکل د اوسنيو وګړو او د هغوی د سياستونو په اړه پوهه ونه لري.
له سياسي بصيرت څخه زمونږ هدف په هماغه تصور باندې چې اسلام د ژوند بشپړ نظام دی، د اسلام د سياسي نظام بشپړه مطالعه ده او له نورو نظامونو سره ېې پرتلنه ده، کله چې يو څوک خپل دوستان ونه پېژني؛ نو پردي نه شي پېژندای، همدغسې خبره دلته هم ده، کله چې يو څوک د خپل دين ټول اړخونه او په ځانګړې توګه سياسي نظام ونه پېژني؛ نو هغه ته ددې معلومات نه کېږي چې برتري او بهتري په کوم لوري کې ډېره ده؟ او په دې اړه خو عربان مشهوره مقوله لري: الناس أعداء لما جهلوا. يعنې: خلک د هغه څه دښمنان دي چې پرې پوهېږي نه.
دا نن چې په مسلمانو ټولنو کې د اسلام د سياسي نظام د اقامې مخالفت کېږي، تر ډېره ېې لامل همدا دی چې وګړو دا هېره کړې چې دين او دين ته منسوب وګړي جلا جلا شيان دي، د اسلام سياسي نظام جدا شی دی او د نن وګړي جدا خلک دي، د ډېرو خلکو ستونزه داده چې دوی داسې انګېري چې د اسلام سياسي نظام هماغه دی چې په انساني تاريخ کې ېې کوم شعارونه پورته شوي دي، مګر کله چې د واک ګدۍ ته رسېدلي، بيا ېې په هر ډول ناروا لاس پورې کړی او په هيڅ ډول فساد او بې لارۍ صرفه نه ده کړې.
دغه خلک بايد په دې پوه شي چې مونږ چې په کوم ډول سياسي نظام باور لرو، د هغې غوره ايډيال په لومړنۍ هجري پېړۍ کې وړاندې شوی دی او که د چا خوښه وي، هغه دې ولولي، په ځانګړې توګه د حضرت ابوبکر صديق او حضرت عمر فاروق رضي الله عنهما دورې دې ولولي چې د انسانيت په ټولو بعدونو د اسلام په زرينو وړانګو خبر شي او پوه شي چې روانې ټولې ستونزې د اسلام په علاج حل کېدای شي.
د سياسي بصيرت د سکې يو اړخ خو داوو چې ذکر شو، بل اړخ چې تقريبا دلته ډېر مراد دی، هغه دادی چې د نن مسلمانان بايد په سياست باندې اګاه اوسي، په اوسني عصر کې بايد څوک دا ونه وايي: سياست چل او دوکې ته وايي او مونږ له دغه چل او دوکې څخه بې زاره يو. دا د هغه چا خبره ده چې يا پوهېږي نه او يا ېې ځان په لټۍ وهلی دی او د نوې مطالعې او تحقيق ذوق پکې نه شته او يا هم فکري استعمار ځپلي دي.
دغه خلک چې سياست سراسر شر او بد ګڼي او په اصطلاح دوکه او چل ېې ګڼي، بايد متوجه شي چې د دوی د خبرو نتايج ډېر بد دي، که يو څوک هر سياستمدار او د سياسي نظام دعوتګر دوکه مار ګڼي؛ نو بيا دې د خير القرون د پېړيو په احترام لږ توقف وکړي، کله چې زمونږ لومړنی نسل (صحابه کرام رضي الله عنهم) په سياست او اداره باندې نه داغداره کېږي، ولې د نن زمانې خلک داسې شي؟
دا د فکري يرغل هغه نتيجه وه چې دلته په بيا بيا توګه شوی دی او خلکو ته يو داسې تصور ورکړل شوی چې دين او سياست سره جلا شيان دي، مونږ د درستې ديني پوهې تر عنوان لاندې دا خبره وکړه چې دين د ژوند بشپړ نظام دی او لکه څنګه چې دلته عبادات مهم دي، معاملات هم مهم دي، بلکې معاملات او د انسان د ژوند هره شېبه او آن خوب هم که چېرته د اسلامي اصولو په چوکاټ کې وشي، په عبادت باندې بدلېږي.
زمونږ په ټولنه کې يوه بده مقوله داده چې وايي: ملا او سياست؟! يعنې ګويا دوی له ديني عالم سره دا مناسبه نه ګڼي چې په سياسي چارو کې دې نظر ورکړي او يا دې نېغ په نېغه پکې ګډون وکړي.
ولې ددغې مقولې ويونکي نه متوجه کېږي چې ديني عالم د رسول الله صلی الله عليه وسلم وارث دی، پيغمبر صلی الله عليه وسلم د خپل وخت د پيغمبرۍ تر څنګ حاکم، خليفه او پاچا هم وو، کله چې عالم د پيغمبر وارث ګڼو؛ نو بايد په ټولو هغو چارو کې ېې وګڼو چې انسانيت ته مهمې دي او پيغمبر صلی الله عليه وسلم ېې هم په اقوالو او افعالو سره اهميت ښکاره کړی وي؛ اسلامي سياست په هغه نظامونو کې راځي چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم ېې نه يوازې دا چې په خبرو کې ډېر تائيد کړی، بلکې په خپله ېې په مستقيمه برخه اخيستنه سره لازيات منور کړی دی.
له دغه حضراتو څخه که يوه پوښتنه وشي، چې که چېرته له سياسي ډګره وروسته کېدل بزرګي او نېکي وي؛ نو حضرت أبوبکر صديق، حضرت عمر فاروق، حضرت عثمان غني، حضرت علي حيدر رضي الله عنهم چې د صحابه کرامو رضي الله عنهم په منځ کې په همدغه ترتيب تر ټولو غوره صحابه دي او همدا د اهل السنة و الجماعة عقېده ده، ولې له دغه ډګره نه وروسته کېدل، مګر مونږ په رڼو سترګو وينو چې تر رسول الله صلی الله عليه وسلم وروسته تر ټولو افضل صحابي؛ حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه د سياسي نظام د اقامې په خاطر خليفه ټاکل شوی دی، بيا حضرت عمر فاروق چې تر ده په مقام کې ښکته دی، بيا حضرت عثمان غني چې تر مخکنيو دواړو په رتبه کې ښکته دی او بيا حضرت علي حيدر چې له مخکنيو درېو څخه کشر وو.
له پورته کرښو څخه په استفادې ويلای شو چې هر هغه څوک چې ځان د يوه روښانه راتلونکي په لور بيايي او غواړي چې روښانه مستقبل ولري، بايد سياسي بصيرت ولري، د اوسنيو سياستونو په مکرونو او چلونو پوه شي او تر دې هر څه وړاندې بايد په هغه بديل سياسي نظام اګاه اوسي چې د ټول انسانيت او ټولو کايناتو لپاره خير خوا دی او پرته له شکه هغه د اسلام د مبارک دين سياسي نظام دی، ددې خبرې سلګونه دلايل په انساني تاريخ کې ثبت دي.
د سياسي نظام اصلاح دومره مهمه ده چې زمونږ لوی صوفي عالم او امام فضيل بن عياض رحمه الله وايي: که زما لپاره د يوې داسې دعاء فرصت راکړل شي چې هغه حتما قبلېږي؛ نو زه به د پاچا او حاکم د اصلاح دعاء وکړم، چا ورته وويل: ددې څه مطلب دی؟ هغه کړه: که دعاء زه د ځان لپاره وغواړم؛ نو ګټه ېې فقط ماته ده، اما که د پاچا او حاکم لپاره ېې وغواړم؛ نو د هغه اصلاح بيا د ټولې ټولنې اصلاح ده.
حافظ ابن تيميه رحمه الله فرمايي: دغه خبره له امام أحمد او نورو سلفو رحمهم الله څخه هم نقل شوې ده.
مناسبه به وي چې دلته د استاذ نجم الدين أربکان رحمه الله هغه خبره راواخلم چې په سرو زرو د ليکلو ده، هغه وايي: تُريدون مني أن أقعد في المسجد و تعلمون ولدي کراهية الاسلام في المدرسة ليعود ولدي و يهدم المسجد فوق رأسي.
ژباړه: تاسو له مانه دا غواړئ چې کرار په جومات کې کېنم او بيا نو زما بچي ته د اسلام بدي ورزده کړئ، دا ددې په خاطر چې هغه را وګرځي او جومات په ما را ړنګ کړي.
سياسي بصيرت له دې کبله هم مهم دی چې له شره ېې ځانونه وساتو او د استاذ سباعي رحمه الله په تعبير: سياست لکه د لوی ماهي په څېر دی چې تر ځان کوچني شيان ښويه تېروي.

مفتي وقايت الله وقار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *