افغانستان

سویس کې د افغانستان شتمنۍ ۱۰۰ ميلیونه ډالره ګټه کړې

په سویس کې د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې د صندوق غړی شاه محمد محرابي وايي، د دغه صندوق پیسو په تېرو اتو میاشتو کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې ده. د محرابي په وینا، دغه ګټه کولی شي د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره ګټوره تمامه شي. د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې صندوق غړی وایي، دغه صندوق په افغانستان کې د نغدو پيسو له امله رامنځته کېدونکې ستونزې هواروي. بل‌خوا اسلامي امارت یو ځل بیا له امریکا غواړي، چې د افغانستان شتمنۍ په بشپړ ډول ازادې کړي. د افغانستان اماني صندوق د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر میاشت کې په سویس کې جوړ شو. په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان څه باندې نهه مېلیارډ ډالره کنګل شوي چې له دې منځه اووه مېلیارده یې د امریکا په بانکونو کې ساتل کېږي او واشنګټن د دغو پیسو د درې اعشاریه پنځه میلیارډ ډالرو د ساتنې لپاره په سویس کې صندوق جوړ کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *