افغانستان
په لومړي ځل ۳ ټانکره بې کیفیته هایدرولیک بېرته ایران ته مسترد شول
شریعت: د سټنډرډ ملي ادارې په لومړي ځل ایران هېواد ته د ۳ ټانکره هايدروليکو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی
دی.
یادې ادارې پرون د یوې خبرپانې په خپرولو سره وویل، چې (د سټنډرډ ملي ادارې له لوري په یو بې ساري اقدام کې د لومړي ځل لپاره د هایدرولیک (۳) ټانکره چې له ایران څخه وارد شوي و او بې کیفیته ثابت شول، بېرته وګرځول شول).
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو څو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې بې کیفیته هایدروليک بېرته ایران ته مسترد کېږي.