افغانستان

د ملي پراختیا شرکت مسئولین: د هغو ۶۰۰ پروژو برخلیک دې معلوم شي چې کارونه یې په ټپه ولاړ دي

د ملي پراختیا شرکت مسئولین وايي چې په هېواد کې د هغو ۶۰۰ پروژو برخلیک دې معلوم شي چې کارونه یې په ټپه ولاړ دي.
په هغې غونډه چې پرون د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو، د دغه شرکت د ۱۴۰۱ مالي کال مهم فعالیتونه، لاسته راوړنې او د روان کال پلانونه له رسینو سره شریک کړل.
د غونډې په پیل کې د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل، د دغه شرکت د مهمو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې ملي پراختیا شرکت په ۱۴۰۱ مالي کال کې په ټول هېواد کې ۹۳ پروژې ترلاس لاندې نیولې وې چې له دې جملې څخه ۸۳ پروژې بشپړې کړي او مالکینو ته یې سپارلې دي.
هغه زیاته کړه: ملي پراختیا شرکت په پام کې لري چې له اړوندو ارګانونو سره په ګډه په روان کال کې د هغو ۷۲ پروژو چارې بېرته پیل کړي، چې په هېواد کې د سیاسي تحولاتو په راتلو سره یې چارې درېدلې وې.
دغه راز د ملي پراختیا شرکت د بنايي چارو رئیس عبدالله احمدزي وویل: د ملي پراختیا شرکت له جوړښت څخه تر دې دمه، په هېواد کې ۴۵۷ پروژې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي او ترڅنګ یې شاوخوا ۶۰۰ پروژې د پرمختیايي بودجې د کمښت له امله کارونه یې په ټپه ولاړ دي.
احمدزي زیاته کړه چې د ملي پراختیا شرکت په پلان کې لري چې په روان مالي کال کې ۸۲ پروژې پلې کړي چې نیمګړې او سترې ملي پروژې پکې شاملې دي چې کارونه به یې بشپړ او پایلې به یې له هېوادوالو سره شریکې شي.
احمدزي له هغو ادارو او سکتورونو څخه چې د ملي پراختیا شرکت د شاوخوا ۱۸،۴ میلیارډه افغانیو په ارزښت پوروړي دي؛ وغوښتل د اسلامي امارت له مشرانو او د مالیې وزارت له رهبرۍ سره ناسته وکړي او دغه پور د ملي پراختیا شرکت د ۱۴۰۲ مالي کال بودجوي څانګې ته انتقال شي.
هغه دغه راز پر هغو ادارو او سکتورونو چې له یاد شرکت سره تړونونه لري؛ غږ وکړ چې د ۶۰۰ پروژو چې کارونه یې په ټپه ولاړ دي؛ برخلیک معلوم کړي. ځکه د هغه په وینا، که چېرې د دغو پروژو برخلیک معلوم نشي؛ نو کېدای شي د ملي پراختیا شرکت عایداتي څانګه چې په ملي عواید جوړېږي؛ زیانمنه شي.
یادو مسئولینو، د قوش تېپې د ستر او ملي کانال د ځینو چارو، د کمال خان بند د کانالونو چارو، د نمک آب کانال د چارو او د تورې بند د چارو بشپړول او د پلتوني او شفلوع بندونو او د کمال خان بند د دویمې کاسې د تخینکي سروې او امکان سنجۍ د چارو پيل، د ملي پراختیا شرکت د سږکال مهم پلانونه یاد کړل.
د یادونې وړ ده چې ملي پراختیا شرکت یو دولتي شرکت دی چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د پراختیايي پروژو او پروګرامونو د لا ښې همغږۍ او تطبیق ترڅنګ، د ظرفیت لوړونې او د هېواد د اقتصادي ودې په موخه تاسیس شو چې د بندونو، کانالونو، ودانیزو، تولید، کرنې او کانونو په برخو کې کار او فعالیت کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *