افغانستان

له چابهار بندر څخه افغانستان ته د غنمو پر لېږد ټینګار

هند، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د غنمو پر لېږلو ټینګار کړی دی.
په ممبۍ ښار کې پرون د هند او مرکزي اسیا د کاري ډلې جوړې شوې لومړۍ غونډه کې د چابهار بندر له لارې د سیمه ییزو اړیکو د پراخولو او ټینګولو غوښتنه هم شوې ده. د چابهار بندر په اړه د هند او مرکزي اسیا د هېوادونو د کاري ډلې یا دغه دوه ورځنۍ ناسته چې د هندوستان په ممبۍ ښار کې جوړه شوې وه، د هند بهرنیو چارو وزارت چارواکو او د قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو پکې ګډون کړی و. د چابهار بندر په اړه د دغې ناستې په ګډه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام لپاره د هند استازي ویلي، له ۲۰۱۸ کال څخه تر اوسه د چابهار بندر له لارې افغانستان ته دوه اعشاریه پنځه میلیونه ټنه غنم او دوه زره ټنه نوره غله دانه استول شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *