افغانستان

ضمیر کابلوف: روسیه د افغانستان کورنیو چارو کې لاس وهنه نه غواړي

شریعت: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزیر مولوي امير خان متقي، تیره ورځ د افغانستان لپاره

شریعت: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزیر مولوي امير خان متقي، تیره ورځ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.
په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو مسایلو، اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په باب هر اړخیزې خبرې وکړې.
ښاغلي متقي ويلي، چې روسیه د افغانستان په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او له روسي لوري يې مننه کړې چې په مسکو کې يې افغان سفارت ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزیر زياته کړې چې افغان حکومت لېواله دی چې په مسکو کې خپل دیپلوماتیک حضور پراخ او کچه یې هم لوړه کړي.
د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او روسیې ترمنځ پر سوداګریزو راکړو ورکړو هم خبرې کړي او له روسي لوري يې غوښتي چې دواړه هېوادونه پر هغو لارو چارو کار وکړي چې دوې اړخیزې سوداګرۍ ته وده ورکوي.
په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر له روسیې څخه د نفتو، ګازو او غنمو پر واردولو هم خبرې کړي او له روسي پلاوي څخه یې غوښتي چې د ګمرکي تعرفې په برخه کې له افغانستان سره ځانګړی چلند وشي.
د روسیې ځانګړي استازي د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د پرونۍ پېښې له امله غمرازي څرګنده کړې او زیاته کړې يې ده چې دښمنان هڅه کوي چې افغانستان ناامنه وي. ښاغلي کابلوف ویلي چې روسیه په افغانستان کې ثبات او پرمختګ غواړي او نه غواړي د غربي هېوادونو په څېر پر افغانستان نیوکې وکړي او په کورنیو چارو کې يې لاسوهنه وکړي.
کابلوف زیاته کړې، چې روسیه نه غواړي افغانستان له نړیوالې ټولنې څخه منزوي شي. هغه ویلي چې دواړه هېوادونه باید په دې اړه ګډې هڅې وکړي. د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي زياته کړې چې هېواد به یې په ګڼو برخو کې افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي. هغه ويلي چې افغانستان د پاکستان، منځنۍ اسیا او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ په وده کې ګټور رول لوبولای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *