ټولنه اوکلتوردینې لیکنېلیکنې

عمري عدالت په قاموس او اصطلاح كې !

وروستۍ برخه     /      جبريل سعد

لومړی د جهاد د بريا له څرك او بيا له فتحې سره سم يو څوك چې مخكې يې نه جهاد پر جهاد پېژاند او نه مجاهد، بلكې لا د كلك او ځواكمن سنگر(منافقت)مخالف به و؛ اوس را ولاړېږي او د خپلوانو ياهم په يو ډول را شناخته كړيو مجاهدينو پر خپلوۍ او شناخت پر نظام ننوزي، دا چې له هغه سره يې ياري د سوال وي، نو طبيعي بيا بيا د دې خطر حس كوي چې داسي نه نن يا سبا همدغه د واسطې مجاهد مې ماضي افشا كړي، نو په نظام كې پښې تكيه كولو سره بس د موكې پر موندلو لومړی بريد بېرته پر همدغه واسطه كوي، په نه پلمو په نظام كې يا هم نږدې فعاليت مخنيوي هڅې خو څه چې آن د وژنې هڅې يې كوې. خو په عين وخت كې نور ځايونه پر نورو مخونو ورسره راڅرگندېږي او د موكې په تناسب يې ستايي، بد رد پر وايي او يا يې په اړه مطلق سكوت كوي چې بيا يې دا نمك حرامي هم څوك نه مني، مشران هم وایي ترې خبر نه يو او د مظلوم غږ خو هسې هم نه اوري، بلكې زما په شاهدۍ ځينې له بشپړ جريانه خبر، يا د مجاهد پر وړاندې د نوي وارد انډېوال او يا د كوم مقام او د پښو تكيه چارواكيو په انډيوالۍ كې يې ټولگيوال مشران خو چې يواځي دومره اټكل او حس كړي چې تر ده لوړو مشرانو ته يې غږ رسېږي، مجاهد ملگري ته په زغرده وايي: وزير صاحب ته يې ونه وايې يا يې آن مشاهده كړي اسناد هم ورته توجېه كوي او له مشرانو خپل انډيوال په نظام كې غلی تېروي(…تر پلو لاندې هلك غلی تېروينه)، نو بس ځكه ياري د لوړ چارواكي خوند كړي. پر دې سربېره مظلوم وگړی او مجاهد يواځي د هغه د همدې مخالف او خپل انډيوال پر خوله ښه يا بد پېژني، نور هيڅ ته نه گوري او نه خپل د سختو ورځو د سر سيوری اوس پېژني او دا هرڅه په داسي حال كې هم چې همدوی د تصفيې كمېسيون رامنځته كړی او د نامطلوبو د ور پېژندلو تر ټولو زيات مسئول هم دي.

په دې ډول چارواكي او له آدرسه يې نظام ټول د غير اهل او ورننوتيو مخالفينو(چې د نظام له پخوانيو، اهل او متعهدو افرادو سره په نادره پلمو د ټكر په بڼه بيا هم تېر مخالفت پرمخ وړي)بانډ جوړېدو سره پر ځان خولې لگوي او د هغو وگړو او مجاهدينو پر وړاندې درول شوی وي چې كلونه او لسيزې يې د همدې چارواكو او نظام لپاره د مال او تن هره قربانۍ وركړې، تر حاكم كېدو يې ورسره پر ملتيا كولو ورته ژمن پاتې شوي او بيا يې ترسيوري لاندې بيا هم ورته د خپل هرڅه سپر كولو په بيه د دوام هوډ درلود/لري. د پايلې په توگه ويلای شو چې نظام له دننه او د تكيې ستنو له مخې پر لړزه ښكاري، په داسي حال او دوام كې(يواځي نېك پالي كه شي، نور…)يې نه كوم قاموس د عمري عدالت پر نوم راسره مني، نه يواځي په دې نوم ښه او رښتونی گرځي او نه بايد په دې لړزه كې دا نوم پر كېښودل شي چې خدای مكړه له يوې خوا د عمر رضی الله عنه او لوی ملاصاحب ارواوې پرې ازار شي او له بلې خوا كه څوك يې د رښتوني عمري عدالت پر گمان سيوري ته دمه شي او بيا له همدې لاملونو پرې ور ونړېږي؛ ړنگېدل او اړولی زيان دواړه به يې د رښتوني عمري عدالت تشويه او بدرنگي وي چې هغه هيڅكله نه داسي څه درلودل او نه يې په تدريجي له منځه تلو كې د لامل په توگه پېژندل شوي دي. دا چې كه رښتيا هم زموږ ليكنې مشران گوري، پرې يو څه ته يې پام اوړي او دا د ملگرو د غږ رسونې لاره او موږ يې د وهلو مسئوليت لرو؛ نو په برياليتوب مو ووهله او د لا بريا په هيله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *