دینې لیکنېلیکنېمقالی اوتبصرې

د اطاعت، قربانۍ

او بې سارې مینې ستر مثال!

فرید احمد (مبارز)

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) چي کله د احد د غزا وروسته شهيدان ښخ کړل، دعا يې ورته وکړه او د مدينې منورې په طرف روان سو، د نارينه وو د ميني او قربانيو د ليدلو سربیره د مسلمانو ښځو د ميني او ښه راغلاست سره هم مخ سو. د بني نجار قبلې د يوې ښځي سره مخ سو، چي میړه، ورور او پلار يې درې سره شهيدان سوي وه، کله چي د هغې څخه د غم زغملو هيله وسوه، نو ويې ويل: دا راته وواياست، چي رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څنګه دی؟ ورته وويل سوه: د فلاني موري الحمدالله لکه ته چي پرې خوښیږې همغسي روغ او جوړ دی. هغې وويل: کمه دی راوې ښاياست چي زه يې ووینم؟ یو چا اشاره ورته وکړه، هغه دی، کله چي یې پر رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سترګي ولګیدې ويې ويل: ته چي ژوندۍ يې نور ټول غمونه هیڅ نه دي.

د مکې مشرکينو چي کله حضرت خبيب (رضي الله عنه) د دار تختې ته راوستی، نو ابو سفيان ورته وويل: آيا دا خوښوې چي محمد (صلی الله علیه وسلم) دلته ستا په بدل کي ووژنو او ته د خپلو کوچنيانو سره روغ رمټ پاته سې؟ حضرت خبیب (رضي الله عنه) ورته وويل: نه قسم په خدای دا لا څه زه دا هم نه خوښوم، چي زه دي کورته ولاړ سم او هغه ته دي ستاسي د خوا څخه کوچنی تکليف ور ورسیږي. ابو سفيان ملګرو ته وويل: هیڅکله مي داسي خلګ نه دي ليدلي چي د یو چا سره يې داسي محبت وي، لکه د محمد (صلی الله علیه وسلم) د ملګرو چي د محمد (صلی الله علیه وسلم) سره دی.

ابو سفيان چي کله مدينې منورې ته د حديبې د تړون د نوي کولو لپاره ولاړی، سيده د خپلي لور ام حبيبې کورته ورغلی، کله چي ابوسفيان د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د ناستي ځای ته ورکښته سو، تر څو هلته کښيني، لور يې په بیړه هوار سوی فرش را ټول کړ. ابوسفيان لور ته وويل: لوري! دا فرش بیکاره دی او زما وړ دي ونه ګاڼه؟ او که زه دي ددې وړ ونه بللم چي پر کښینم؟ لور يې جواب ورکړ: دا د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پاک فرش دی او ته ناپاکه مشرک سړی يې، ابو سفيان ورته وويل: سوګند په الله چي زما څخه وروسته تاسي د شر سره مخ سوي ياست.

د اطاعت او فرمانبرداري يو غوره مثال دا هم دی، کله چي درې کسان د تبوک د غزا څخه پاته او څه عذر يې هم نه درلود، نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) چي بیرته د غزا څخه را وګرځیدی، نو خلګ يې د هغو دريو کسانو سره د خبرو کولو څخه منع کړل، هيچا هم خبري نه ورسره کولې، مدينه منوره د هغوی لپاره د چوپتيا په ښار بدله سوه، نه د هغوی سره خبري کوونکی وو او نه جواب ورکوونکی. ددې دريو کسانو څخه يو يې کعب بن مالک (رضي الله عنه) وو، دی وايي: رسول الله (صلی الله علیه وسلم) زموږ دريوو سره خبري کول بند کړل، خلګو زموږ څخه کرکه کوله او نظرونه يې بدل سول، مدينه منوره زموږ لپاره ګونګه سوه، بلکي نړۍ ګونګه راته ښکاریده، تر دې پوري چي پر ما د الله سبحانه وتعالی پراخه مځکه تنګه سوه، ګواکي دا هغه مځکه نه وه، چي ما پیژندله تر دې پوري چي د خلګو زما سره مينه بیخي ورکه سوه، زما دواړه ملګري په کور کي کښیناستل، مګر زه د قوم يو تکړه کس وم زه به ګرځیدم د مسلمانانو سره به مي په لمانځه کي اشتراک کاوه، بازار ته به تلم، مګر هيچا خبري نه راسره کولې، تر دې پوري چي يوه ورځ د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) مجلس ته راغلم او سلام مي واچوی، د ځان سره مي وويل: آيا د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) شونډي به د سلام په جواب سره ماته وښوریږي؟ بيا هلته نږدې پر لمانځه ودریدم او په غلا به مي د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) طرف ته کتل چي ما ته ګوري او که نه؟ مګر کله چي به ما ورته وکتل هغه به مخ واړاوه او کله چي به مي د سترګو د کونجونو څخه ورته وکتل نو هغه به راته کتل، په دې به هم زه خوشاله وم، چي نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) خو پټ پټ راته ګوري.

دا وخت پسي اوږد سو، يوه ورځ زه د ابو قتادة د باغ پر دیوال وختم، باغ ته ورکښته سوم، ابو قتادة زما ګران د اکا زوی او زه تر هر چا پر ګران وم، ما سلام ور واچوی، په خدای چي هغه هم جواب را نه کړو، نو ما ورته وويل: اې ابو قتادة! زه تا ته په خدای قسم درکوم، څنګه ته پوهیږې، چي زه د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول (صلی الله علیه وسلم) سره مينه لرم، هغه غلی و، ما تر اوږو ونيوی، ومي ښوروی بيا مي قسم ورکړ، مګر هغه همداسي چوپ وو، ما پر له پسې ورته ويل او سوګند مي ورکاوه، نو هغه دومره وويل: الله سبحانه وتعالی او رسول (صلی الله علیه وسلم) يې ښه پوهیږي.

زما سترګي ډکي ډکي سوې، بیرته راوګرځیدم، پر دیوال راواوښتم او راغلم. په سبا ورځ بازار ته ولاړم، د مدينې منورې په بازار کي روان وم، د هغو شاميانو څخه چي په مدينه منوره کي يې غله خرڅوله يوه وويل: کعب بن مالک ته يوه خبره کوم، ددې خبري په اوریدو سره خلګو زما په لور اشاره ورته وکړه، شامي ماته رانږدې سو، د غسان د پادشا يو ليک يې راکړ. زه لوستونکی او ليکوونکی وم ما هغه ولوست ليکلي يې وه: موږ خبر سوي يو چي ستاسي سردار ستاسي سره د خبرو کولو څخه پریکړه کړې ده، الله سبحانه وتعالی که ته د ذلت لپاره نه يې پيداکړی، نو موږ ته راسه، موږ به دي ډیر خيال ساتو.

ما چي ليک ولوست، نو ومي ويل: دا يوه نوې آزموينه ده، ولاړم ليک مي په تناره کي وسوځوی. ددې پنځوسو (۵۰) ورځو د جريان څخه چي څلویښت (۴۰) يې پوره سوې موږ په دې ژور خپګان کي ډوب وو، چي نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) استازی راولیږه او راته يې وويل: رسول الله (صلی الله علیه وسلم) تاسو ته حکم کوي چي د خپلو ښځو څخه جلا اوسئ، ما ورته وويل: آيا طلاق ورکړو که څنګه؟ هغه قاصد وويل: نه! بلکي جلا اوسئ، مه ورنږدې کیږئ، نو ما خپلي ښځي ته وويل: ځه د پلار کره ولاړه سه او همالته اوسه، تر څو الله سبحانه وتعالی زموږ په باب څه فيصله وکړي.

دا د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) امر وو، چي ددې دريو کسانو سره بايد خبرې ونه سي. نو په مدينه کي داسي څوک پيدا نه سول چي په پنځوسو (۵۰) ورځو کي ددې کسانو سره يوه خبره هم وکړي، دا دی د اطاعت او منني ستر مثال. چي د پنځوسو (۵۰) ورځو وروسته ددې دریو کسانو توبه الله سبحانه وتعالی قبوله کړه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *