افغانستان

فراه کې ژورې څاه ته د ۴ کلن ماشوم د ايستلو هڅې روانې دي

فراه ولايت د داراباد کلي ته څېرمه په حاجي ګلو کاريز کې د برمې ژورې څاه ته د (محمد) په نوم د څلور (۴) کلن ماشوم د ايستلو او ژغورنې ګړندۍ هڅې روانې دي.د ياد ماشوم د ژغورنې لپاره سيمې ته د فراه ولايت د امنيه قوماندان مولوي عبدالظاهر «خادم» په ګډون د دې ولايت د عامې روغتيا مرستيال رئيس مولوي

دين محمد «عبدالحق»، اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي عبدالحي «سباوون»، د عامې روغتيا روغتيايي او له هلمند ولايت څخه د ژغورنې تخنيکي ټيمونه، ګڼو امنيتي او روغتيايې کسانو هم راغلي دي.د ياد ماشوم د ژغورنې پر مهال د فراه ولايت د امنيه قوماندانې قوماندان مولوي عبدالظاهر «خادم» له باختر خبري آژانس سره په خبرو کې وويل؛ چې سيمې ته روغتيايې او تخنيکي ټيمونه را رسيدلي او د ماشوم د ايستلو لپاره ګړندۍ هڅې روانې دي، ده همدارنګه خوښې څرګنده کړه او وې ويل؛ چې ماشوم دم ګړي جوړ او د ژوندي پاتې کيدو هيله يې شته.بل خوا د عامې روغتيا مرستيال رئيس مولوي دين محمد «عبدالحق» بيا وويل؛ چې څاه ته د ماشوم د لويدو له خبر سره سم د عامې روغتيا روغتيايې ټيم، آمبولانس او اکسيجن ډبې چمتو او د ايستلو لپاره يې لاس په کار دي. داطلاعاتو اوفرهنګ رياست

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *