افغانستان

لوړو زده کړو علمي مرستیال په عربي اماراتو کې د افغانستان له سفیر سره وکتل

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خپل کاري دفتر کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفیر سره وکتل. د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفیر مولوي بدرالدين حقاني سره، د متحده عربي اماراتو هېواد له لوري دشیخ زاید پوهنتون د زړو ودانیو د ترمیم پر روانو چارو او له یاد هېواد سره د دوه اړخیزو اکاډمیکو همکاریو د فرصتونو پر برابرولو خبرې وکړې. د لوړو زده کړو وزارت علمي معین له شیخ زاید پوهنتون سره د متحده عربي اماراتو له مرستو او علمي همکاریو څخه مننه وکړه او په دې برخه کې یې په یاد هېواد کې د افغانستان د سفیر هڅې وستایلې. د یادونې وړ ده چې شیخ زاید پوهنتون په ۱۳۸۱هـ.ش کال کې د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته جوړ شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *