افغانستانراپورونه

اقتصاد وزرات: د اقتصادي وضعیت د خرابوالي په اړه د نړیوال بانک راپور له حقایقو لرې او ناسم دی

شریعت: د اقتصاد وزرات مسؤلینو ویلي دي، چې نړیوال بانک په خپل یوه نوي راپور کې د تېرکال اقتصادي حالت ارزونې کړي چې په ځینو برخو کې یې د افغانستان داقتصادي شاتگ خبره کړې ده.
د نوموړی وزارت په وینا چې یاد راپور له حقایقو لرې او ناسم دی او زموږ د هېواد سترو اقتصادي لاسته راوړنو ته یې پام نه دی کړی. د اقتصاد وزرات ویاند عبدالرحمن حبیب د شریعت ورځپاڼې خبریال ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: سره له دې چې د بهرنیو بنسټونو لخوا مالي او بانکي بندیزونو لګول شوي، د هېواد د بهرنیو اسعارو د پانګې له کنګل کېدو او د نړیوالې ټولنې له خوا د پراختیایي مرستو له ځنډولو سره مخامخ یو، خو سره له دې بیا هم د افغانستان اسلامی امارت د اقتصاد محوره پالیسی له امله ټول تمرکز او پاملرنه د کورني ناخالص تولید او اقتصادي ودې د ثبات په لور روانه ده او د کارموندنې او کورني تولیدي سکتورونو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی، تر څو په بېلابېلو برخو کې اقتصادي ودې ته لاره هواره شي.
ښاغلی حبیب زیاتوي، چې د تېر کال د مهمو اقتصادي شاخصونو عملکرد په ډاګه کوي چې د انفلاسیون د کچې راټیټېدل، د افغانۍ د ارزښت ثبات ساتل، د ملي عوایدو زیاتېدل، وارداتو او صادراتو په کچه کې زیاتوالی، د عادي او پراختیایي پروژو لګښتونو تمویل له بهرنیو مرستو پرته د کورنیو عوایدو څخه د هېواد د کورنیو تولیداتو زیاتوالی، د کورنیو او بهرنیو پانګونې جذبول، د هېواد د اقتصادي تحرک څرګندونه کوي.
نوموړی وایي، څرنګه چې د کورني ناخالص تولید وده د اقتصادي او ټولنیزو عواملو سربېره په سیاسي شرایطو پورې اړه هم لري، د نړیوالې ټولنې مثبت تعامل د بانکي محدودیتونو لرې کول، د افغانانو د کنګل شوي بهرنۍ اسعارو آزادول او د پراختیایي پروژو بیا پیل چې مخکې د بېلابېلو بهرنیو بنسټونو او هېوادونو لخوا تمویل کېدلې کولای شي مستقیمآ په اقتصادي وده د خلکو په اقتصادي وضعیت اغېزې ولري.
ښاغلي حبیب زیاته کړه، چې د کرنې سکتور یو له بالقوه اقتصادي شاخصونو څخه شمېرل کیږي او د هېواد د اقتصادي ودې یو له خورا مهم او اغېزناکو فکتورونو څخه دی، چې شاوخوا ۷۰سلنه افغانان او ۶۱سلنه کورنۍ خپل عایدات او د ژوندانه اړتیاوې د کرنې له سکټور څخه لاسته راوړي.
همدارنګه د کورني ناخالص تولیداتو کې شااوخوا ۳۱ سلنه د کرنیزو محصولاتو ونډه ده، چې د افغانستان زیاتره صادرات کرنیز محصولات دي، چې شاوخوا ۴۸ سلنو ته رسېږي، د معلوماتو سره سم په استخدام برخه کي هم د کرنې سکټور ونډه ۶۷ سلنه اټکل شوې ده.
نوموړی ویاند وایي، چې د کرنې سکتور پراختیا زمونږ له اقتصادي لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي او کولای شي په هېواد کې د اقتصادي پرمختګ لامل شي او په همدې ترتیب اوسمهال چې د مخدره توکو کښت منع شوی او الحمدلله د دغې ناوړې پدیدې په مقابل کې د مبارزې له امله د مخدره توکو کښت صفر ته تقرب کړی دی، د بدیل معیشت او د بزګرانو د ملاتړ لپاره بېلابېل پروګرامونه د پلي کېدو په درشل کې دي.
همدارنګه هغه زیاتوي د غله جاتو په تولید کې زیاتوالی، د اوبو مدیریت او د اوبو د بندونو جوړول، د کرنیزو ځمکو احیا او زیاتوالی، د کرنیزو صادراتي توکو د کچې لوړوالی، د مالدارۍ او باغدارۍ وده او همدارنګه د ځنګلونو او څړځاینو بیارغونه له هغو پروګرامونو څخه دي، چې د کرنې سکتور د پیاوړتیا او د بزګرانو د حمایت لپاره اقتصادي لومړیتوب لري.
سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *