افغانستان
د ګمرکي چارو د د پیاوړتیا په موخه غونډه وشوه
د هېواد د ګمرکې چارو د لا ښه والي په موخه مشورتي ناسته وشوه. د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو له مسؤلینو سره په نوي مالي کال کې د ګمرکې چارو د لا ښه والي په موخه مشورتي ناسته د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه. په دې ناسته کې په ګمرکونو کې سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کېدو، په هیواد کې د سوداګرۍ پر لا ودي، د ګمرکې بهادارو سندونو پر کنټرول، د کارکوونکو د وړتیا پرلوړولو، د قاچاقي توکو پرمخنیوي، د ګمرکې طی مراحلو پرساده کولو، په ګمرکونو کې د پراختیایي پروژو پرپلي کېدو د اداري چارو پرلا ښه والي، د ګمرکونو په ګودامونو کې له ضبطي توکو څخه پر څارني او یو شمېرو نورو اړوندو موضوعاتو بحث،سلا مشورې او په اړه یې لازمي پریکړي وشوې.