افغانستان

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ په وسیله د ۷۰ زرو ټن توکو انتقالات شوي

د اوسپنې پټلۍ ادارې په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې، ۵۶ زره ټنه توکي یې د حیرتان بندر، ۸ زره ټنه یې له اقینې، ۷ زره ټنه یې له تور غونډۍ او دغه راز له ۱۲ سوه ټنه ډیر یې له خواف ـ هرات بندر له لارې انتقال کړي دي. د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین وایي، چې د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ د درېیمې برخې د فعاله کېدو او ګټې اخیستنې وروسته شاوخوا لس زره میټریک ټنه واردات شوي دي. د مسوولینو په خبره، د یادې پټلۍ له لارې یې ۱۱ سوه میټریک ټنه د تالک ډبرې ترکيې ته نوي صادرات پیل کړي‌. د دوی په خبره په ایران کې یې د ګمرکي چارو تر بشپړېدو وروسته به دغه ډبرې ترکیې ته ورسیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *