افغانستان

لوګر کې ځيني تاریخي ځایونه او ابدې بیارغونې ته اړتیا لري

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وایي، د لوګر تاریخي سیمو وضعیت د اندېښنې وړ دی او باید بیا ورغول شي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په پل علم کې د تاریخي سیمو او اثارو یوه جوړ شوي سینمار ته وویل، د دغه ولایت تاریخي سیمې چې سلګونه کاله مخینه لري بیارغونې ته اړتیا لري.
هغه پر ملي او نړۍوالو بنسټونو او سوداګرو غږ وکړ چې د لوګر په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخي اثارو او سیمو چې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوي دي په بیارغونه کې همکاري وکړي.
بلخوا، په دغه سمینار کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع‌الله صمیم وویل، د دغه ولایت د مرکز پل علم په ګډون په محمداغې، بره‌کي برک، څرخ او خروار ولسوالیو کې ۱۳ تاریخي ابدې او ۶ تاریخي ځایونه له دوي سره ثبت او راجستر دي چې اوسنی وضعیت یې د اندېښنې وړ دی. نوموړي له اطلاعاتو او کلتور وزارت، ملي او نړۍوالو بنسټونو وغوښتل چې د دغه ولایت د تاریخي ابدو او تاریخي ځایونو په بیارغونه کې مرسته وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *