افغانستان

مرستیال ویاند: افغانستــان هیڅ هېــواد ته ګواښ نه دی

شریعت: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان خاوره هېڅ هېواد ته ګواښ نه ده او ټینګار کوي چې دوی اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد ګټه واخیستل شي.

شریعت: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان خاوره هېڅ هېواد ته ګواښ نه ده او ټینګار کوي چې دوی اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد ګټه واخیستل شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش تېره ورځ یوې خبري ناسته کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر رعایت ټینګار کړی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي، چې د افغانستان په خاوره کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ورنکړي  بلخوا اسلامي امارت اوسنی حکومت ټول ګډونه بولي او وایي، چې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي او د نړۍ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې اجازه نه ورکوي څو د افغانستان خاوره یې پر ضد وکارول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *