افغانستان

ملا محمد حسن اخوند نیالګي وکرئ او د هېواد په ښکلا کې ونډه واخلئ

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخوند پرون د نوي کال رارسېدو په مناسبت د ارګ په انګړ کې یو نیالګی کېناوه.
رئیس الوزار په دې مراسمو کې چې د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس او د دغه ریاست مرستیالانو یې هم ملتیا کوله د یاد نیالګي کېنولو پر مهال د افغانستان د ښېرازۍ او هوساینې دعا وکړه.
نوموړي همدارنګه له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې د نیالګیو په کېنولو سره چاپېریال پاک او خپل هېواد ته ښکلا ور وبخښي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت چارواکو د نوي کال په مناسب د زرګونو نیالګیو د کېنولو خبر ورکړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *