افغانستان

ملي تدارکاتو کمېسیون د نهو پروژو قراردادونه منظور کړل

د ریاست ‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، پرون د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې

په خپرولو سره ویلي چې په دې غونډه کې له اجنډا سره سم، پر ۲۴ پروژو مفصل بحث وشو چې د نهو پروژو قراردادونه یې منظور، د دوو پروژو قراردادونه لغوه او د پاتې نورو پروژو په اړه ګډو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، چې تخنیکي ارزونه یې ترسره او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې

کړي.

په منظور شویو پروژو کې د کانونو او پټرولیم، لوړو زده کړو، ټولګټو او د پوهنې وزارتونو، د افغان ملي بانک، د افغانستان برېښنا شرکت او د کابل ښاروالۍ بېلابېلې پروژې شاملې دي چې ټولیز ارزښت یې سلګونو میلیونو افغانیو ته

رسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *