افغانستان

مولوي امیرخان متقي د ایران سفیر ته:پـر افغـان بـنـدیـانو دې د اعــدام حــکـم وځـنـډول شي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي پرون په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي او د هغه له مرستیال سره په کتنه کې د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، په ایران کې د محکومو افغان بندیانو د اعدام پر ځنډولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دغه کتنه کې حسن کاظمي قمي د دوحې د وروستۍ ناستې په اړه د ایران اسلامي جمهوریت د موقف په اړه معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه، چې د ایران هيئت په دغه غونډه کې د افغانستان له وضعیت او موجوده صورت حال څخه دفاع وکړه.

هغه همدا راز د افغانستان او ایران تر منځ د دواړو خواوو په همغږۍ او د سرحد په مدیریت ټينګار وکړ او د خپل حکومت د وروستيو اقداماتو په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کړل.

ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د دوحې په ناسته کې د ایران اسلامي جمهوریت د ملاتړ د هر کلي ترڅنګ د دواړو لوریو پر ښو اړیکو ټینګار وکړ. ښاغلی متقي د افغان بندیانو د انتقال بهیر په بیاپیلولو، پر اعدام محکوم بندیانو د اعدامونو ځنډولو او افغان اتباعو ته د ویزو پر تسهیل هم خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر پر دې سربېره یادونه وکړه چې د دواړو لوریو تر منځ مسئایل د دوه اړخیزه خبرو او تفاهم له لارې ښه حل کېدای شي.

په دغه ناسته کې د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې تأمین ترڅنګ په نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *