لیکنېمقالی اوتبصرې

منځني ختیځ کې د نوي نړیوال نظم څرکونه

د نړیوال نظم نسبي بدلون سره منځني ختیځ کې د قدرت محاسبې ډېرې په تېزې د بدلېدو په حال کې دي.
د ایران او سعودي د جوړې له اعلان وروسته د یمن حوثیانو د یمن له حکومت سره خبرو لپاره د چېنل پرانستلو اعلان وکړ، وروسته له هغې د امارتو د امنیت مشاور ایران ته سفر وکړ، بیا د سعودي پاچا د ایران جمهور رئیس ته د سفر بلنه ورکړه، نن د سوریې جمهور رئیس بشار الأسد امارتو ته سفر وکړ. له دې مخکې د حماس مشرانو سوریې ته سفر وکړ او له لس کاله پرېکون وروسته یې بېرته سوریې سره خپلې اړیکې عادي کړې. د حماس له سفر وروسته اردوغان د سوریې اوسني حکومت سره د اړیکو عادي کولو پیام ورکړ چې پروسه یې تر اوسه پورې د روسیې په منځګړتوب روانه ده.
له نړیوالو زبرځواکونو روسیه او چین د دې سمیه ایز بدلون طرفداران او منځګړي دي.
ترکیه، ایران او سعودي د منځني ختیځ سیمه ایز، اقتصادي، سیاسي او نظامي قدرتونه دي. د امریکا په یکه تازه مرحله کې (۱۹۹۱-۲۰۱۸) امریکا په منځني ختیځ کې داسې بهرنی پالیسي ترتیب کړې وه چې نه یې غوښتل په سیمه کې یو قدرت هم بلانس خراب کړي. دوی همېش یو پر بل بلانس کول. دا بلانس د امریکا په ګټه ؤ. اسرائیل یې له ایران، ایران یې له سعودي او سعودي یې له ایرانه ډاراوه. ترکیه یې د ناټو په غریتوب او د اروپايي اتحاد په شمولیت ننګوله.
دا چې اوس دغه یکه تازه مرحله مخ په سقوط ده، امریکایانو د اسرائیلو د تطبیع پروسه پیل کړه. د دې پروسې هدف دا ؤ چې په سیمه کې اسرائیل یو عادي هیواد جوړ شي او خپلو ګاونډیانو سره اړیکې ولري ځکه امریکايي یهودیانو ته دا مالومه وه چې ښايي لنډ وخت کې امریکا نوره د اسرائیل بوج پورته نشي کړای، له دې امله په سیمه کې یې تطبیع مهمه وه.
په شرقي اروپا او سوېل چیني سمندرګي کې د امریکا مصروفیت سره د سیمې هیوادونو دا درک کړې چې امریکا نور د منځني ختیځ یکه تاز قدرت نه دی او ښايي ژر د افغانستان په څېر له منځني ختیځ هم خپله لمنه ټوله کړي.
چین او روسیه کوښښ کوي چې د سیمې هیوادونه په نوي محاسبه کې د منځني ختیځ ټولیزو ګټو لپاره ترتیب کړي. سعودي، ترکیه، ایران، امارات، قطر او نور ټول هیوادونه په دې پوهېږي چې د آیندې لپاره باید په خپلو بهرنیو سیاستونو کې بدلون راولي.
دغه نوي بدلون د اسرائیلو آینده له لوی خطر سره مخ کړې. سوریه او ایران په سیمه کې بېرته د نارمالایزیشن خوا ته روان دي، حماس له روسیه او چین سره اړیکې پالي، سعودي د تطبیع پروسه درولې، د منځني ختیځ عامه رایه د اسرائیلو پر خلاف ده.
هغه ورځ چې د امریکا پښې له دې سیمې ټولې شوې، اسرائیل به ورسره سم له دې ځایه کډه کوي.
مونږ د یو لوی بدلون په ډېر قیمتي عصر کې ژوند کوو. ښايي په نړیوال سیاست کې ډېرې نادرې په خپل ژوند وګورو.
دا ټول بدلون د افغانستان آیندې لپاره ډېر لوی مثبت بدلون دی. نور یې تاسي تحلیل کړې چې ولې!؟ پای

عبدالحی قانت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *