افغانستان

مولوي حبیب الله آغا د پوهنیز وضعیت د ارزونې په موخه فراه ته ولاړ

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی، د هېواد د ولایتونو د پوهنیز وضعیت د ارزونې په موخه پرون فراه ولایت ته ولاړ.د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ولایت د پوهنې ریاست له منسوبینو سره په کتنه کې، سویل لوېدیځو ولایتونو ته د پوهنې وزارت د مشرتابه د سفر اساسي موخه بیان کړه.دغه راز نوموړي ديني او عصري علوم د هېواد د پرمختګ او د ټولنې د سمون بنسټ وباله او څرګنده يې کړه، چې د پوهنې وزارت د هېواد په ټولو برخو کې د ښوونيزو بنسټونو د جوړولو او د درسي کيفيت د لوړولو په برخه کې پرله پسې هلې ځلې کوي.د پوهنې وزارت سرپرست زیاته کړه: د الله تعالی په فضل او کرم او د شهیدانو د وینو او قربانیو په برکت سره اوسمهال په ټول افغانستان کې د محمدي سنتو د پلي کېدو لړۍ روانه ده او دا یو الهي نعمت دی.
همدارنګه نوموړي وویل، چې د مدارسو او ښوونځیو تر منځ به هغه واټن له منځه یوسي، کوم چې د تېرو حکومتونو له لوري رامنځته شوی دی او له مامورینو یې وغوښتل، تر څو له مراجعینو سره ښه چلند وکړي او خپلې چارې پر ټاکلي وخت د اصولو مطابق ترسره کړي.
په پای کې د پوهنې ریاست مسئولینو یو لړ وړاندیزونه او ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *