افغانستان

ملا برادر: د هېواد هېڅ ګوټ کې ولسي ستونزه نه پرېږدو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ارزګان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو سره د مرستې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ. ملا عبدالغني برادر اخوند ارزګان ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له مسوولینو، مجاهدینو او اوسیدونکو سرwه وکتل او هغوى ته يې د وروستیو سېلابونو له امله د رسېدلو زیانونو له امله د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه ولایت مسوولینو ته د کارونو د ښه ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او له دوی یې وغوښتل چې په ډېر صداقت او رښتينولۍ سره د خپلو زیانمنو هېوادوالو چوپړ وکړي. ملا برادر وویل: ارزګاني هغه خلک دي چې د اسلامي نظام د راتګ لپاره یې هر ډول قربانۍ ورکړې دي او ډېر تکلیفونه یې ګاللي دي، اوس یې حق دی چې اسلامي امارت د ارام ژوند زمینه ورته برابره کړي.ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، که د هېواد په هر ګوټ کې هېوادوال په ستونزه کې وي، د اسلامي امارت مسوولین مکلف دي، چې د دوی حال واخلي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي. د یادونې وړ ده چې وروستیو اورښتونو د هیواد په ګڼو ولایتونو کې خلک ځاني او مالي زیانمن کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *