افغانستان

د تېر کال وروستۍ میاشت کې نږدې ۱۵۰ میلیونو ډالر صادرات شوي

د تېر ۱۴۰۲ کال په کب مياشت کې د څه‌باندې ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۲ کال د کب مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي. د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۱٫۱ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۸۹٫۶ ميليون ډالرو ته رسېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۱ کال په کب مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۴ میلیون ډالرو ته رسید. د ارقامو دا تحلیل ښيي چې د ۱۴۰۱ کال د کب مياشتې صادراتو د ۱۴۰۲ کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۳۲٫۹ ميليون ډالره زیاتوالی درلود.
له بل لوري د ۱۴۰۱ کال په کب میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۶۹۰٫۴ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د ۱۴۰۲ کال په یاده مياشت کې د ۹۹٫۲ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پکې راغلی دی.
ارقام ښيي چې د ۱۴۰۲ کال په کب مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي، په داسې حال کې چې د ۱۴۰۱ کال په کب مياشت کې تر ټولو ډېر هغه یې پاکستان، هند او چین هېواد ته وو. همدارنګه د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې ترټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو.
د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *