افغانستان

هلمند ته سفر؛ ملا برادر اخوند له کجکي بند څخه کتنه وکړه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد سویل لوېدیځ زون ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې له روزګان وروسته د هلمند ولایت له کجکې بند څخه کتنه کړې ده.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالغني برادر هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې د کجکي بند لیدو ته ورغلی و. ملا برادر اخوند د دغې پروژې مسوولینو ته د بند د ساتنې او د کارونو د غوره والي په موخه یو لړ سپارښتنې کړي دي.
ښاغلي برادر کجکي بند پروژه ملي او حیاتي بللې او په دې برخه کې یې د رامنځته شویو نوښتونو ستاینه کړې. نوموړی داسې مهال له دغه بند څخه لیدنه کوي، چې دامهال د یاد بند د دویم فاز دویمې برخې د رغولو چارې دوام لري. دا په داسې حال کې ده، چې وچکالۍ او په بندونو کې د اوبو د کمښت له کبله د برېښنا د تولید کچه هم ټیټه شوې، خو په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شوې او د کجکې په شمول ډېری بندونه له اوبو ډک شوي دي، چې له دې سره به د کرنې برخه وده وکړي او هم به په هېواد کې د ننه د برېښنا د تولید کچه
لوړه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *