سرمقالې

نوی کال نوی فکر

د نړۍ هره ټولنه او هر ملت ځانته خاص معنوي او کلتوري ارزښتونه لري او هر کلتور او معنویت بیا پخپل ځای او جلا اهمیت لري، هغه ټولنې او ملتونه چې معنوي او کلتوري ارزښتونه نلري په نړیواله کچه مړه دي او د نړۍ په مړو ملتونو کې حسابیږي او همدارنګه که غواړۍ، چې یو ملت لمنځه یوسۍ، اول باید د هغه ملت کلتوري او معنوي ارزښتونه لمنځه یوسۍ نو بیا هغه ملت په اتومات ډول لمنځه ځي، د بیلګې په توګه غواړم، چې ووایم، میړانه د افغانانو معنوي او کلتوري ارزښت دی له افغان څخه چې د میړانې خاصه ځانګړنه، واخلې نو دا معنی ورکوي چې هغه بیا افغان ندی هغه دې بیا په ژوندنې وژلی دی که څه هم د نړۍ استعماري طاقتونو دا هڅه کړې چې له افغانانو دا ستر معنوي او کلتوري ارزښتونه واخلي خو بریالي شوي ندی په اوسنی عصر کې نوره نړۍ د خپلو معنوي او کلتوري ارزښتونه په غني کولو لګیاده او په همدې هڅه کې ده چې د خپلې ټولنې ارزښتونه غني کړي دوی په دې عقیده دي چې که خپل ارزښتونه غني نکړو، نو د نورو ملتونو عنعنات به موتر پښولاندې کړي، او په اصل کې د بشریت طبیعی حق همدا دی چې هر څوک د ځان ساتنه پخپله وکړي پسرلی د کال لومړنی فصل دی په موسمونو کې تر ټولو ښکلی او په زړه پورې موسم پسرلی دی چې له ځان سره نوې هیلې او بدلونونه راوړي، پسرلی د کار و کسب، ښکلا، ځلا، ګل او بلبل سره تړلی موسم دی پسرلی دی چې خلک د آبادۍ، سوکالۍ، او کار او ژوند په لوروربولي د نوی کال او نوی ژوند د پیل کیدو زیری راوړي د پسرلي راتلو ته هر څوک خوشحالیږي کله چې د ژمي سړې اوږدې شپې تیرې شي نو ایله خلک له بندو خونو د باندې تازه هوا کې د خوښۍ ساواخلي د مرغانو د اوازونو او د ګلونو له نندارو خوند اخلي ونې، بوټي او چمنونه زرغون شي، هر چیرې د طبیعت ښکلا او ځلا تر سترګو کیږي لکه چې پښتو لنډۍ ده !
پسرلی راغی وني ګل شوې !
زما د زړه ونې خزان وهلې دینه
موږ هم باید نوی فکر وکړو او د خپل هېواد سمسورتیا لپاره پخپلو کې یو بل ته لاسونه ورکړو خپلې مټې راونغاړو او د خپل ملت د هوساینې لپاره په ګډه نه ستړې کیدونکې هڅې وکړو ترڅو په دې ترتیب خپل ګران هېواد د نړۍ د پرمختللو هېوادونو سره د سیالۍ جوګه کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *