دینې لیکنې

د روژې نیولو شرایط او د هغې فضیلتونه

شاه محمود درویش
بې له شکه په رښتینې توگه چې روژه د ځان ساتل دي له خوراک، څښاک او جماع څخه د سبا له ختلوترماښامه یعنې د لمر ترپریوتلو پورې ، ددغې میاشتې روژه الله (ج) فرض کړېده او د شپې قیام یعنې د تراویح لمونځ یې د ثواب ذریعه گرځولې ده، د تراویح لمونځ شل رکعته سنت دی او جماعت په کې سنت کفایي دی، څوک چې په دې میاشت کې په یوه نیکي د الله(ج) نږیدوالی حاصل کړي داسې ده لکه چې په غیر د رمضان کې یې فرض اداکړی وي، هغه داسې ده لکه چې په غیر د رمضان یې اویا فرض اداکړي وي پیغمبر علیه الصلوات والسلام فرمایلي دي: ژباړه: ( او دا میاشت له خلکو سره د خواخوږي او مرستې کولو میاشت ده) په دی میاشت کې له خلکو سره همکاري، خواخوږي او امداد له نورو میاشتونه ډیر توپیر لري ځکه دا میاشت داسې میاشت ده چې په دې کې د هر مومن رزق او روزي زیاتیږي او په دی میاشت کې له نورو مومنانو سره مرسته او امداد ډیر فضیلت او ثواب لري، لکه څنگه چې پیغمبر علیه الصلوات واالسلام فرمایلي دي:
څوک چې په دی میاشت کې یوه روژه لرونکې ته روژه ماتی ورکړي نو دغه روژه ماتې دده لپاره د گناهونو د معافیدو او د دوزخ له اور څخه د خلاصیدو سبب گرځي او د روژه لرونکې په شان ده ته اجر او ثواب ورکول کېږي، مگر ددغه روژه لرونکي دروژې په ثواب کې ده ته هیڅ نوع کمبودي نه راځي، همداشان حضرت سلمان فارسي(رض) فرمایلي دي چې حضرت رسول الله (ص) د شعبان د میاشتې په وروستۍ ورځ چې سباته یې روژه وه وفرمایل: [ ای خلکو په تحقیق سره د روژې مبارکه میاشت راغله په دې میاشت کې یوه شپه ده، چې په دغه شپه کې عبادت کول د زرونورومیاشتو له عبادت څخه غوره دی] نو خدای(ج) په همدې میاشت کې روژه فرض کړې ده او د شپې عبادت یې په نفل کې حسابیږي، که څوک یو فرض عمل وکړي نو د نورو میاشتو داویا فرض عملونو په اندازه اجراوثواب لري دا میاشت د صبرده او د صبر بدله جنت دی یعنی چې هر څه موجود دی لکن د پاک الله(ج) د حکم پر ځای کولو لپاره له هغو څخه استفاده کولی نه شو، د خوا خوږی میاشت هم ده اوپه دغی میاشت کې په یقین سره چې د هر مومن رزق او روزی زیاتیږي، نو څوک که د یو روژه لرونکي روژه ماتې ته خواړه برابراووریې کړي له دی لامله به یې گناه معاف او له دوزخ څخه به د هغه د ژغورنی سبب شي او د روژه لرونکي د روژې د اجراوثواب په اندازه به دې شخص ته هم اجر اوثواب ورکړي له دې پرته چې د روژه لرونکې له اجر اوثواب څخه کم شي په دی اړوند صحابه وو پوښتنه وکړه: مونږ خو دومره څه نه لرو چې روژه لرونکې ته روژه ماتې ورکړو، پیغمبر علیه الصلوت والسلام وفرمایل: دا ثواب دهغه چا نصیب کېږي چې روژه لروکي ته روژه ماتی ورکړې که هغه په اندازه د یو غړپ شیدو، اوبو او یا یوه دانه خرما وي اوکه، یو روژه لرونکی، چاموړکړ نو خدای(ج) به په هغه د حوض کوثر اوبه وڅښي او ترهغه به تږی نه شي څو چې داخل شوی نه وي جنت ته، البته ددغی میاشتی لومړی لس ورځی د پاک خدای(ج) د رحمت سبب دي، دوهمې لس ورځې یې د گناهونو د بخښنې سبب دي او دریمې لس ورځې یې جنت ته د داخلیدو سبب دي، همدارنگه هغه څوک چې سهولت(آسانتیا) راوړي په دې میاشت کې په خپل نوکر او تر لاس لاندی کسانو باندې، نو پاک خدای(ج) دده ټوله گناه بخښي او د دوزخ له اور څخه یې ژغوري، همداشان د حضرت عبدالله بن عمر څخه راویت دی چې جناب حضرت محمد(ص) فرمایلي دي: ستاسو ظاهری پاکي او نظافت هغه وخت بشپړ کېږي چې ستاسو باطن په توبه، استغفار او رجوع خدای(ج) ته پاک او سپیڅلی شي او خدای(ج) ستاسو ظاهري بڼې او اجسامو ته نه گوري بلکې ستاسو زړونو او عملونوته گوري، نو نیکمرغه به وي هغه انسان چې ټول عمر او په ځانگړي توگه د روژې په مبارکه میاست کې په رښتینی توگه د پاک خدای(ج) عبادت په ښه توگه ترسره کړي او خپل ظاهر او باطن په توبه، استغفار او خدای(ج) ته په صدق او اخلاص رجوع کولو پاک او سپیڅلی کړي، نو ای د پاک خدای(ج) بنده گانو! راځئ چې د حضرت محمد (ص) په پورته غوره او با ارزښته وینا رغنده فکر وکړو او په رښتینی توگه یې پر ځان تطبیق او عملي کړو ترهغه چې د دنیا او عقبی ښیگڼې مو په برخه شي، البته څومره نیکمرغه به وي، هغه مومن مسلمان چې په دې مبارکه میاشت کې په رښتینی توگه د پاک خدای(ج) عبادت وکړي، په سمه طریقه روژه ونیسي او بیا ماښام هم خپله روژه په بشپړو حلالو خوړو ماته کړي، همدا ډول د ورځې په اوږدوکې په خپل کار اوبارکې صادق، په راکړه ورکړه کې با انصافه او د ناروا خبرو، ناوړه کارونو، د دروغ ویلواو د نوروله غیبت کولو څخه یې په بشپړه توگه ځان ساتلی او پرهیزیې کړی وي، نوبی له شکه چې د داسی رښتیني مومن مسلمان ټولې دعاگانې به د پاک خدای(ج) په دربارکې مستجاب، هیلې به یې په حقیقت بدلې او بې شمیره اجرونه او ثوابونه به یې په نصیب شي. همدا شان د یاددښت وړ ده چې د روژی مبارکې میاشت فرضیت په دغه مبارک آیت باندی ثابت دی: ( البقره ۱۸۳)
ژباړه : (ای هغو کسانو چې ایمان لری، روزې کړای شوې فرض دی په تاسو باندی روژه لکه څنگه چې فرض وې کړاې شوې په تیرو امتونو باندې) نو د روژی شرایط اسلام، عقل، بلوغ اوروغتیا دې، همدارازکوم مسلمان کولی شي چې خپله روژه ماته کړي او بیا څه شی پرې لازم کېږي کولی شو په لاندې ډول یې روښانه کړو:
لومړی: که چېرې یو شخص د روژی په مبارکه میاشت کې ناروغ شي او د خپلې ناروغي له زیاتیدو څخه ویره ولري باید چې خپله روژه ماته کړي.
دویم: شیخ فاني یعنې هغه څوک چې د زیات لوړ عمر خاوندوي او ونه شي کړای چې روژه ونیسي.
دریم: هغه مسافر چې د روژې نیول ورته ستونزې پیداکوي.
څلورم: ښځې د حیض او نفاس په وخت کې.
بناً که څوک ددغو معذرتونو په پام کې نیولو له مخې خپله روژه ماته کړي او بیا څه شی پرې لازم کېږی کولی شو په دی توگه یې یادونه وکړو:
هغه څوک چې ناروغ وي هر وخت چې یې روغتیا ترلاسه کړه نو څومره روژې یې چې خوړلي وي په هماغه شمیر باید قضایي روژې ونیسي، همداراز مسافر او ښځې د حیض او نفاس په وخت کې مگر هغه څوک چې ناروغي یې دوامداره وي او د روغتیا امید ونه لري اوهغه کسان چې شیخ فاني وي باید چې فدیه ورکړي، یعنې د روژې د هرې ورځې په مقابل کې یو چارک غنم، او یا د ورځې له نرخ سره سم یې بیه ورکړي، او که چېرې څوک قصداً روژه وخوري نو کفاره ورباندې لازمېږي.
کفاره:
الف: عبارت ده دیوې ورځې په مقابل کې د(۶۰) ورخو پرله پسې روژې نیولو څخه، او که چېرې ددې مودې په منځ کې بیا هم یوه ورځ روژه وخوري نو باید چې دا(۶۰) ورځې روژه له سره ونیسي.
ب: (30) مسکېنو کسانو ته باید مکملې جامې واخلي.
ج: (30) مسکېنو کسانو ته باید دوه وخته متوسطه ډوډۍ ورکړي. نو ای مسلمانانو ورونو! رب العالمین پر خپلو بندگانو څومره مهربان ذات دی چې په خپلو فرض کړای شویو احکامو کې یې هم خپلو بندگانوته د اړتیا په وخت کې آسانتیاوې په پام کې نیولي دي، همدارنگه لکه څنگه چې د روژې مبارکه میاشت کې خوراک، څښاک او جماع کول د پیشلمي له کولو وروسته او د سهار د لمانځه له آذان نه وړاندې منع دی بیا د ماښام د آذان تر کولو پورې. چې ددې تر څنگ روژه ځینې نورې ځانگړتیاوې هم له ځانه سره لري، یعنی د ورځی په اوږدوکې پر خوراک، څښاک او جماع سربیره باید نامحرمو ته ونه گورو، حرام څیزته لاس ورنه وړو، د ناوړه کارونو په لور قدم اوچت نه کړو، نارواخبروته غوږ ونه نیسو، دروغ ونه وایو او د نورو له غیبت څخه هم باید پرهیز وکړو ترهغو چې پاک خدای(ج) مو د رښتینو روژه لرونکو په کتار کې حساب او زمونږ ټولې دعاگانې په خپل دربار کې مستجاب کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *