افغانستان
هلمند کې د غلا په تور ۱۹ تنه نیول شوي
د هلمند امنیتي مسوولن وايي، چې تېره اوونۍ د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه سربېره، موسی قلعه او سنګین ولسوالیو کې ۱۹ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.
د مسوولینو په وینا، د مرکز لښکرګاه ښار په لومړۍ، شپږمه او اتمه امنیتي حوزه کې ۸ تنه، په موسی قلعه ولسوالۍ کې ۱۰ تنه او په سنګین ولسوالۍ کې هم یو تن د غلا په تور نیول شوي دي.
مسوولین زیاتوي، د نیول شویو کسانو دوسیې له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.