افغانستان

وړمه ورځ له پاکستانه نږدې اته سوه تنه په زور ایستل شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې وړمه ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه ۷۷۸ افغان کډوال په جبر ایستل شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۷۰ کورنۍ، چې د پاکستان له زندانونو نه د تازه ازاد شویو ۱۸ تنو په شمول ۳۹۰ تنه کیږي، د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. همداراز ۳۷۰ تنه کډوال بیا د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي، چې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې او د لا زیاتو مرستو لپاره د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ته ورپېژندل شوي دي. دغه کسان وروسته له هغې هېواد ته راستنېږي، چې د پاکستان له لوري په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو دویمې څپه پیل شوې، خو اسلامي امارت وایي، بېرته راستنېدونکو کډوالو ته یې بشپړ چمتووالی نیولی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *