افغانستان

يوازې پرون ورځ له ایران څخه نږدې دوه زره افغان کډوال راستانه شول

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي پرون ۱۹۶۳ افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت په خپله ټویټرپاڼه ليکلي دغه کسان د هرات د اسلام كلا له لارې هېواد ته راغلي دي.
سرچينې ليکلي د کډوالو چارو وزارت استازولیو له خوا د راستانه شوو کډوالو له سروې وروسته ۲۷۸ کسان د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېر یو کال کې له ایرانه نږدې ۵۲۷ زره افغان کډوال یا اړ کړل شوي چې دغه هېواد پرېږدي او یا هم په خپله خوښه بېرته افغانستان ته راغلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *