لیکنېمقالی اوتبصرې

پر کانونو پانګونه اقتصاد پياوړی کوي

افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه ډېر بډای دی، چې له طبيعي زیرمو يې د ملي شتمنیو په توګه ګټه پورته شي او له غیر قانوني کیندنو او استخراجه یې مخنیوی وشي، بې له شکه د اقتصاد په وده او پرمختیا کې ښه او ګټورتمامېدای شي، چې همدې اصل ته په کتو د اسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونه په هیواد کې د ځینو کانونو او طبیعي زېرمو د استخراج چارې پیل شوي دي، په همدې تړاو د معادن او پترولیم وزارت له قوله ویل شوي، چې د سرپل ولایت د قشقري نفت معادن څخه هره ورځ ۲۵۰ ټنه خام نفت استخراجېږي، پخوا څلورحلقې څاګانې فعاله وې او اوس درې حلقې نورې څاګانې هم فعاله شوې، نو په ورځني ډول له دغه څاګانو ۲۵۰ ټنه نفت استخراجېږي او تراوسه ۱۷ زره ټنه نفت هم تصفیه شوي دي، د اوس لپاره زموږ د استخراج کچه په ورځني ډول ۲۵۰ تنه ده چې پخوا ۲۰۰ ټنه وه ، د قشقري په ساحه کې تراوسه ۱۳۶۶۹ ټنه خام مواد تصفیه شوي ، بل لورته د صنایعو او معادن خونه وایي، په پام کې لري چې له بهرنیو شرکتونو سره یوځای د معادنو د استخراج په برخه کې پانګونې ولري او په دې برخه کې یې له ځینو شرکتونو سره يې خبرې پیل کړي دي، د معدنونو په برخه کې چې هرڅومره پانګونه ډېره شي، افغانستان به په چټک ډول خود کفاشي، ځکه نفتي توکي داخلي اړتیاوې پوره کوي.
خو په ډېرې خواشينۍ سره بايد وويل شي چې د اسلامي امارت بودجه د دې جوګه نه ده چې په هراړخیزه توګه د هیواد په کانونو، طبیعي زېرمو او هم ترڅنګ یې په سترو او کوچنیو پروژو کار پیل کړي خو دغه چارې د اسلامي امارت ترڅنګ د خصوصي پانګې اچونو په مرسته هم ترسره کېدای شي، بناً دې کارته باید پانګوال راودانګي چې د ګڼو طبیعي زیرمو په راایستلو، د صنعتي فابریکو په جوړولو او بیارغاونې کار پیل کړي، چې په داسې بنسټیزو پروژو کې د کارپیل به مثبتې او ګټورې پایلې ولري، له يوې خوا به بېکارو هیوادوالو ته دکار زمینه او ښه شرایط برابرشي، له بل لوري به طبیعی زېرمو را ایستل دهیواد د اقتصاد په وده او پرمختیا کې ښې او ګټورې اغیزې ولري خوشرط دادی چې ټولې چارې یې باید په بشپړصداقت او روڼتیا پرمخ لاړې شي.
د دې ټکی یادونه هم ضروري ده، که چېرې په هراړخیزه توگه کورني او بهرني پانگه وال په بېلا بېلو برخو کې پانگونې وکړي نو بې له شکه بې گټې نه وي، ځکه افغانستان د کانونو په برخه کې ډېرښه امکانات لري، د دې تر څنګ ښه استعدادونه اوستر بشري ځواک هم لري چې باید له دغو ټولو په ښه توگه گټه واخیستل شي چې په دې برخه کې واقعاً د اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسوول ارگانونه دنده لري چې زیاته پاملرنه وکړي او کورني او بهرنی پانگه وال دې ته وهڅوي چې په دې برخه کې پانگونه وکړي.
د هیواد د کانونو او طبیعي زېرمو په استخراج سره ګڼ شمېر کاري بوختیاوې هم رامنځته کېږي او دهیواد ډېر ځوانان چې همدا اوس د بیکارۍ او بې روزګارۍ له امله د مهاجرت ستونزمن ژوند ته مخه کوي دوی ټولوته په هیواد کې د ننه د سالم کار او روزګار زمینه برابرېږي، نواړینه ده چې افغان پتمن ولس باید په هراړخیزه توگه له اسلامي امارت سره همکاراومرستندوې و اوسي او د کاني زېرمو د سالم استخراج، داقتصادي بنسټونو د ودې او پراختیا په برخه کې هراړخیز پلانونه په منظم ډول طرحه او په ښه توگه تطبیق کړي، چې په پایله کې د گران هیواد د پرمختګ او قدرمنو هیوادوالو د هراړخیزې هوساینې سبب شي او دمګړۍ هیوادوال له کوموستونزو سره مخامخ دي بې له شکه چې دغه ستونزې یوازې اویوازې دهیواد د ملي اقتصاد د ودې اوپرمختګ په پایله کې سمښت موندلی شي اوبس، پردې بنسټ دا لازمي بریښي چې دهیواد د ملي اقتصاد د ودې او پرمختګ لپاره باید افغان ولس په ګډه د هراړخیزې همکارۍ له مخې لاس په کارشي.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *