لیکنېمقالی اوتبصرې

پښتو دې د نصاب، علم، ټکنالوژۍ او رسمياتو ژبه شي

د غبرګولي ۸ مه يا د مې ۲۹مه د پښتو ژبې نړيواله ورځ ده. دا ورځ کابو يوه لسيزه وړاندې د پښتو ژبې د لا بډاينې، پرمختګ او د دې ژبې د پرمختګ پر وړاندې د شته خنډونو د له منځه وړلو په موخه د پښتو ژبې د نړيوالې ورځې په نوم ونومول شوه. پښتو ژبه چې مخينه يې زرګونو کلونو ته رسېږي، اوس د نړۍ د ۵۰ لومړنيو ژبو په نوملړ کې ځای لري او نږدې ۸۰ ميليونه وګړي پرې خبرې کوي.
د پښتو ژبې نړيواله ورځ چې له دې وړاندې به د افغانستان په ګډون، په کوزه پښتونخوا، پاکستان، هند او د نړۍ په يوشمېر نورو هېوادونو کې د بېلابېلو غونډو، سيمينارونو او علمي پروګرامونو په جوړېدو سره نمانځل کېده، خو سږ کال په حکومتي او ولسي کچه چا د دې مهمې ورځې يادونه و نه کړه. زه هم په خپل وار د پښتو ژبې د ورځې د نمانځلو په پار د افغانستان ټولو درنو هېوادوالو ته او په ځانګړې توګه د دې سترې ژبې ويونکيو ته هغه که د نړۍ په هر ګوټ کې وي مبارکي وايم. پښتو يوازې ژبه نه، بلکې يو فرهنګ، دود او د ارزښتونو ستره تګلاره هم ده. په داسې حال کې چې د ګران هېواد ټولو ژبو ته ځانګړی درناوی لرم هغه داچې د افغانستان لرغونی تاريخ او د پښتو او دري دوه رسمي او ملي ژبې يو له بل سره دومره ژورې او نه بېليدونکي جرړې او رېښې دومره تاريخي مخينه لري چې په هېواد کې مېشت قومونه يې يو له بل سره د ملي يووالي په تار کلک تړلي او ګران هېواد افغانستان يې يو موټی او غښتلی ساتلی دی.
پښتو ژبه چې د اريانا يوه لرغونې ژبه شمېرل کېږي، مخينه او سر يې زموږ د تاريخي لاسوندونو پر بنسټ، ويدي سرودونو ته ور رسېږي. آن د لومړني ګرځندوی چې له چين څخه راغلی و، د هغه په يونليک کې هم د پښتو ژبې يادونه شوې وه چې د پکښتيانه، پکښت او د پکت له خبرو يې را اخلي. ځينې استادان لا هم د سرخ‌کوتل د کتيبې له لوستلو يا د نورو لاس ته راغلو اثارو له مخې، پښتو ژبه لرغونې ګڼي.
پښتانه د نړۍ يواځينی ملت دی،چې په لويه کچه په قبايلي ډلو وېشل شوي د پښتنو د وګړو د ټولټال شمېر اټکل څه نا څه ۴۲ ميليونه شوی، خو د پښتنو د ډېرو ټبرونو کوچياني طبيعت د دوی د سم شمېرنې مخه نيولې او تر اوسه پورې د دوی سرشمېرنه نه ده مالومه شوې،خو بل لامل يې له ۱۹۷۹ نه را پدېخوا په لوی افغانستان کې د سيمې رسمي سرشمېرنې نشتوالی دی.
د پښتنو تاريخ ډېر لرغونی دی او د دوی په هکله د لا نورو څېړنو اړتيا ليدل کېږي. د پښتنو سيمې د عيسی (ع) نه دوه زره کاله وړاندې، د بېلابېلو خلکو لخوا نيول شوي او د بېلابېلو مهاجرتونو په سبب اغېزمنې شوي. ايرانيانو، هندوآريانيانو، ماديانو، پارسيانو او د ماوريانو سره سره نورو ولسونو لکه سکياتيانو، کوشانيانو، هيفتاليانو، مصريانو، عربانو، ترکانو او مغولانو هر يوه په خپل وار په دغه سيمو حکومتونه کړي. د پښتنو د آر په هکله په دواړو ډلو کې هم په خپلو پښتنو کې او هم په غير پښتنو تاريخ پوهانو کې مخالف اندونه شته، چې ځينې يې نوي او ځينې نور يې لرغوني او افسانوي بڼه لري.
مورنۍ ژبه هغه ژبه ده، چې يو انسان يې د لومړي ځل لپاره په خپل کور کې زده کوي. زياتره خلک په دې باور دي چې مورنۍ ژبه هغې ژبې ته ويل کېږي، په کومه ژبه چې د يوه انسان مور خبرې کوي، خو داسې نه ده، که څه هم د مورنۍ ژبې نوم د مور له کلمې اخيستل شوی، خو هدف يې هغه ژبه ده، کومه چې يو انسان د لمړي ځل لپاره زده کوي. مثلاً: يو ښځه له واده کولو وروسته داسې کورنۍ ته ځي، چېرته چې د دوی په ژبه خبرې نه کېږي، نو کله چې نوی ماشوم نړۍ ته راځي، د هغه مورنۍ ژبه د همدې سيمې ژبه ده، چېرته چې پيدا شوی. د مورنۍ ژبې له اړه خان عبدالفغار خان ويلي: کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي، قوم سپک شي او کوم قوم نه چې ژبه ورکه شي، قوم ورک شي.
د شلمې پېړۍ په پيل کې ګومان کېده په نړۍ کې به له زرو ډېرې ژبې نه وي، خو د وخت په تېرېدو، د څېړنو او د معلوماتو په زياتېدو خلک پوه شول چې په نړۍ کې په زرګونو ژبې دي چې ځينې يې لږ او ځينې يې ډېر ويونکي لري.د پښتو ژبې ودې او پرمختګ لپاره لېوالتيا، د ادبياتو مينه والو هلې ځلې او د خواله رسنيو رول پر خپل ځای، خو تر څو چې ژبه د نصاب برخه نه شي، په محکمه او بازار کې اهيمت و نه مومي ودې او پرمختګ ته يې ډ‌ېره هيله مندي نه شته.نو ويلای شو، چې ژبه د يوه قوم کلتور او عنعنات ساتي او نويو نسلونو ته يې لېږي. هغه کورنۍ کې چې نوی پيدا شوی ماشومان يې له خپلي مورنۍ ژبې لرې پاتي کېږي، هغه د خپل قوم له ټولو ارزښتونو او عنعناتو نا خبره وي. هغه کسان چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې کوي، هغوی کولای شي په ښه توګه څېړنې وکړي او يا په کارونو کې په اسانۍ سره نوښت وکړي. ډاکټر جيم کيومنز ويلي: هغه کوچنيان چې خپله مورنۍ ژبه يې ښه زده وي، په ښوونځي کې د نورو ژبو د زده کولو ښه استعداد لري. نېلسن منډېلا وايي، که له يو چا سره په داسې ژبه خبرې وشي چې هغه پرې پوه شي، نو ستا خبره به د هغه مغزو ته ولوېږي، خو که له هغه سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې نو دا به د هغه زړه ته ولوېږي. په نړۍ کې په زياته کچه ژبې شتون لري، ښايي ونه شمېرل شي، خو ويلای شو چې له سيمه ييزو لهجو پرته په نړۍ کې تر ۶۰۰۰ زياتې ژبې شتون لري، چې تر ۲۰۰ زياتې ژبې يې تر يو ميليون زيات ويونکي لري. زياتره ژبپوهان اندېښنه لري، چې تر راتلونکو سلو کلونو پورې به د نړۍ تر نيمايي زياتې ژبې له منځه لاړې شي. دوی وايي، د يوې ژبې د له منځه تللو خطر هغه وخت زيات دی، چې د ويونکو شمېر يې تر سل زره کم وي، دا په داسې حال کې ده، چې په نړۍ کې تر ۳۰۰۰ زياتې ژبې تر سل زره کم ويونکي لري.
دا چې د ژبو له منځه تلل کومه نوې خبره نه ده، بلکې د تاريخ په اوږدو کې زيات شمېر ژبې له منځه تللي دي. له ژبې سره يې ټول اثار هم له منځه ځي، چې يوه لويه ضايعه بلل کېږي. په يويشتمه پېړۍ کې د يوې ژبې ارزښت هغه وخت زياتېږي، چې په علمي لحاظ غني شي. کله چې يوه ژبه زياتې ليکنې او علمي سرچينې ولري نو د نورو ژبو ويونکي هم د هغې زده کړې ته اړ کېږي. خو په کومه ژبه چې معلومات کم پيدا کېږي، نو ويونکي يې اړ کېږي چې نورې ژبې زده کړي او دا د دې لامل کېږي، چې ژبه ورو ورو ضعيفه شي او په پای کې له منځه لاړه شي. نو د پښتو ژبې د غني کولو لپاره تر ټولو غوره لاره د دې ژبې په معلوماتي لحاظ غني کول دي.اسلامي امارت دې په ښوونيز او تحصيلي نصاب کې پر پښتو ژبه لا ډېر علمي اثار ور زيات کړي. همدارنګه، هغه پښتانه چې په بېلابېلو برخو کې يې زده‌کړې کړي، د خپل مسلک اړوند څېړنيزې مقالې، کتابونه او اثار دې په پښتو ژبه وليکي. په دولتي کچه هم په‌کار ده چې رسمي چارې په پښتو ژبه شي. د دې ژبې د پياوړتيا لپاره د طرحې جوړول، د هغې د املا معياري کول او واحدول د دولتونو ستر مسئوليت دی. موږ ټول بايد په دې توګه پښتو ژبه غني کړو.

احمد راشد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *