دینې لیکنېلیکنې

د اخلاص سورت فضایل شپږمه برخه

۴۲ ــ عن عقبة رضي الله عنه: أن النبی صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ قال له: ألا اعلمک سوراً ما أنزل فی التوراة ولا فی الزبور ولا فی الانجیل ولا فی الفرقان مثلها؟ قلت: بلی، قال: (قل هوَ ) و (قل اعوذ ).
(الاتقان فی علوم القرآن، ص: ۸۰۵)
ژباړه: له عبقه رضي الله عنه نه روایت دی، وايي نبي علیه السلام وویل: داسې سورتونه در ونه ښيم؟ چې د دغو سورتونو په څېر نه په تورات، نه په زبور، نه انجیل او نه په فرقان کې نازل شوي وي، راوي وايي ما وویل: ولې نه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (قل هوَ ) او (قل اعوذ ) دي.
۴۳ ــ عن عقبة بن عامر قال: لقیت رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ فابتدأته فأخذتُ بیده، فقلت: یا رسول الله، بم نجاة المومن؟ قال: یا عقبة احرُس لسانک ولیسَعَک بیتُک، وابکِ علی خطیئتک قال: ثم لقینی رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ، فابتدأنی فأخذی بیدی، فقال: یا عقبة بن عامَر، ألا أعلمک خیر ثلاث سُورَ أنزلت فی التوراة، والأنجیل، والزبور، والقرآن العظیم؟ قال: قلت: بلی، جعلنی الله فداک. قال: فاقرأنی: (قُلْ هُوَ ) (و قُلْ اَعُوْذُ) (و قُلْ اَعُوْذُ ) ثم قال: یا عقبة، لا تَنسَهُن ولا تُبت لیلة حتی تقرأهن. قال: فما نسیتهن منذ قال: (لا تنسهن)، وما بت لیلة قط حتی أقرأهن. قال عقبة، ثم لقیت رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ فابتدأته، فأخذت بیده، فقلت: یا رسول الله، أخبرنی بفواضل الأعمال. فقال: (یا عقبة، صِل من قطعک، وأعطِ من حَرَمَک، وأعرض عمن ظلمک).
(تفسیر القرآن العظیم: ۹ / ۵۳۷، المسند (۴ / ۱۴۸)
ژباړه: له حضرت عقبة بن عامر رضي الله عنه نه روایت دی، هغه وايي، چې: ما له نبي علیه السلام سره ولېدل. له مخامخ کېدو سره سم مې د نبي علیه السلام لاس مبارک ونیو، ومې ویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم، د مؤمن (مسلمان) خلاصون یا نجات په څه کې دی؟ نبي علیه السلام وویل: ژبه دې وساتي او له ګناهونو پېښماني. حضرت عقبه رضي الله عنه وايي: له دې وروسته نبي علیه السلام راسره مخامخ شو، لومړی یې زما لاس ونیولو، بیا یې وفرمایل: اې عقبه د عامر زویه! آیا زه تا له دریو داسې سورتونو خبر نکړم کوم چې په تورات، زبور، انجیل او قرآن کریم کې نازل شوي. عقبه وايي: ما وویل: ولې نه، له تا زار شم. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ما ته (قُلْ هُوَ)، (قُلْ اَعُوْذُ) او (قُلْ اَعُوْذُ ) ولوستل او ویې وېل: اې عقبه! دا مه هېروه، او داسې شپه مه تېروه چې دا درې سورتونه دې نه وي پکې لوستلي. حضرت عقبه رضي الله عنه وايي: له کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ما ته دا ویلي: دا (درې سورتونه) مه هېروه، ما نه دي هېر کړي او نه مې داسې شپه تېره کړې چې دا درې سورتونه مې نه وي پکې لوستلي. حضرت عقبه رضي الله عنه وايي: بیا زه له نبي علیه السلام سره مخامخ شوم. لومړی مې د نبي علیه السلام لاس ونیولو بیا مې وویل: اې د الله رسوله! ما ته غوره (افضل) عملونه راوښيه؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: اې عقبه رضي الله عنه! چا چې خپلوي درسره پرې کړه ته یې ورسره پاله، څوک دې چې محروموي هغوی ته ورکړه کوه. او څوک چې درباندې ظلم کوي له هغه تېرېږه.
۴۴ ــ عن انس بن مالک رضي الله عنه قال: قال رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: من قرأ: اذا زلزلت، عدلت له بنصف القرآن، و من قرأ: قل یایها عدلت له بربع القرآن ومن قرأء: قل هوَ عُدلت له بثلث القرآن.
(اخرجه الترمذی، کتاب فضائل القرآن: ۲ / ۱۳۲، والبیهقی فی شعب الایمان: ۲ / ۴۷۹)
ژباړه: له حضرت انس بن مالک رضي الله عنه نه روایت دی، وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: چا چې (اذا زلزلت) ولوست نو د ده لپاره د قرآن نیمايي هومره اجر او ثواب دی او چا چې (قل یا ایها) تلاوت کړ، هغه ته د قرآن د څلورمې حصې برابر ثواب او اجر رسيږي. او چا چې (قل هوَ) قرأت کړ؛ نو د ده لپاره د قرآن د دریمې برخې هومره ثواب دی.
۴۵ ــ عن ابی هریرة رضي الله عنه أن رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ قرأ فی رکعة الفجر: قل یایها و قل هوَ .
(اخرجه مسلم، کتاب صلاة المسافرین و قصرها، باب استحباب رکعتی سنة الفجر: ۱ / ۵۰۲)
ژباړه: له حضرت ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی، وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار په دوو رکعتونو کې (قل یا ایها) او (قل هوَ) تلاوت کړل.
۴۶ ــ عن عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما قال: کان رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ یقرأ فی المغرب (قل یایها، وقل هوَ ).
(اخرجه ابن ماجه، باب القرأة فی صلاة المغرب: ۱ / ۲۷۲)
ژباړه: له حضرت عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما نه روایت دی، وايي: چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د ماښام لمانځه کې (قل یا ایها او (قل هوَ تلاوت کول.
۴۷ ــ عن أبی بن کعب رضي الله عنه قال: قال: رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: من قرأء (قل هوَ ) فکأنما قرأ ثلث القرآن.
(أخرجه أبو عبید فی فضائله، باب فضل (قل هو) ص: ۱۴۴، واحمد فی (المسند: ۵ / ۱۸۵)، سنن النسائی الکبری، برقم: ۱۰۵۲۱)
ژباړه: له حضرت ابي کعب رضي الله عنه نه روایت دی، وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: چا چې (قل هوَ) سورت تلاوت کړ، لکه درېمه برخه قرآن یې چې لوستلی وي!
۴۸ ــ عن ابن عمر رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ من دخل یوم الجمعة المسجد فصل اربع رکعات یقرأ فی کل رکعة (بفاتحة الکتاب و قل هوَ ) خمسین مرة فذلک مائتا مرة فی اربع رکعات، لم یمت حتی یری منزله فی الجنة أو یری له.
(کتاب الشعب تفسیر القرطبی: ۸ / ۷۳۳۹)
ژباړه: له حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه روایت دی، وايي: چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې د جُمعې په ورځ جومات ته ننوت، د څلور رکعتونو نفلو نیت یې وتړلو او په هر رکعت کې یې پنځوس ۵۰ ځلې د فاتحې سورت (الحمدلله) او ورپسې (قل هوَ) تلاوت کړ، چې دا په څلورو رکعتونو کې دوه سوه (۲۰۰) وارې شو؛ نو دی به تر هغې ونه مري، تر څو په جنت کې خپل مکان (ماڼۍ) ونه ویني او یا ور ښکاره نه کړل شي.
۴۹ ــ عن جابر بن عبدالله رضي الله عنهما فی حدیث طویل قال فیه: ثم نفذ الی مقام ابراهیم علیه السلام فقرأ: (واتخذوا من مَّقَام فجعل المقام بینه و بین البیت: کان یقرأ فی الرکعتین (قل هوَ ، وقل یا ایها الکافرون… الخ).
(أخرجه مسلم، کتاب الحج، باب حجة النبی صلی الله علیه وسلم: ۲ / ۸۸۶)
ژباړه: له حضرت جابر بن عبدالله رضي الله عنهما نه یو اوږد حدیث روایت دی، په هغه کې دی، وايي: چې: نبي علیه السلام مقام ابراهیم ته تشریف راووړ. او دا (واتخذوا من مقام ابراهیم مصلّی) آیت شریف یې ولوست او د مقام ابراهیم او بیت الله تر منځ یې دوو رکعتونو کې (قل هوَ) او (قل یا ایها) ولوست.
په خوب کې د سورة اخلاص د ویلو تعبیر:
حضرت ابن سیرین رضي الله عنه وېلې، که خوب کې مو ولېدل چې د اخلاص سورت لولئ؛ نو د دین لار کې به مخلص شئ او د پرهېزګاري زهد او عبادت توفیق به ومومئ!
(تعبیر الرویا ۳۶۹)
ومن الله توفیق

 خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *