افغانستان

پکتیا کې د ۶ پروژو د بیارغونې چارې پیل شوې

پکتیا کې د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ۶ شبکو د بیا رغونې تړونونه له پراختیایي شوراګانو سره لاسلیک شول.د پکتیا د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ۵ ولسوالیو کې د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ۶ شبکو د بیارغونې لپاره له پراختیایي شوراګانو سره قراردادونه لاسلیک شول.د مسوولینو په وینا، دغه شبکې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۵.۷ میلیونو افغانیو په لګښت په احمد آباد، مېرزکې،اریوب ځاځي، احمدخېلو او څمکنیو ولسوالیو کې جوړېږي.
د دغو شبکو په جوړېدو به ۱۹۱۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *