افغانستان

څلور کانونه داوطلبۍ ته وړاندې شول

د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په اوو ولایتونو هلمند، فاریاب، کابل، کندهار، لوګر، ارزګان او پکتیا کې یو شمېر کانونه داوطلبۍ ته وړاندې شول چې شاوخوا ۶۴ افغاني شرکتونو په کې برخه اخیستې وه. دا کانونه د هېواد په اوو ولایتونو کې بولۍ ته وړاندې شول چې له یادو شرکتونو څخه ۱۸ یې بریالي او د اړوندو کانونو د استخراج دندې ور وسپارل شوې. په دې تړاو په جوړه شوې مطبوعاتي غونډه کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وویل، دا لومړی ځل دی چې د یاد وزارت له لوري له ۱۸ افغاني شرکتونو سره په یو ورځ د کانونو د استخراج قراداونه لاسلیک کېږي. نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د یادې داوطلبۍ چارې په پوره شفافیت سره ترسره شوې او له هر ډول واسطې څخه په‌کې مخنیوي شوی. د هغه په خبره، په دغو معدنونو کې به سلګونه افغانانو ته کار زمینه برابره شي. بل لور ته د شرکتونو مسوولین له یادې داوطلبۍ څخه خوښي څرګندوي او زیاتوي چې یاده پروسه شفافه او په ښه ډول تر سره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *