افغانستاناقتصاد او رغونه
کندز کې سلګونو کورنيو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ
شریعت: د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
کندز د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسؤلین وايي، چې یاده شبکه په لمریزې برېښنا سیستم سمباله ده، چې د ۹ میلیونو ۲۱۲ زره ۲۷۰ افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.د یادونې وړ ده چې د یادې شبکې په بشپړېدو سره ۵۲۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.