افغانستان

یو خصوصي شرکت له ګازو څخه د برېښنا په توليد کې پانګونه کوي

شریعت: د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ملا عبدالقاهر ادریس پرون په خپل کاري دفتر کې د افغان ویند جنریشن پاور تولیدي شرکت له مسؤلینو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید او په یاده برخه کې د پانګوالو د جلبولو په هکله بحث او خبرې اترې وشوې.
په لیدنه کې همدارنګه د ياد شرکت مسؤلينو په هېواد کې د ګازو له سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سره د برېښنا د توليد په برخه کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده
کړه.
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د یاد شرکت له مسوولینو سره د همکاري ژمنه وکړه او برېښنا ته د افغانستان د خلکو د اړتیا یادولو ترڅنګ یې په هېواد کې د برېښنا د تولید د چټکتیا غوښتنه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *