افغانستاناقتصاد او رغونه

۵ ولایتونو کې له زرګونو اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه

په لغمان، ننګرهار، هلمند، میدان وردګو او بامیانو ولایتونو کې له ۴ زره ۸۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه.
لغمان کې ٢٠٠ کونډو مېرمنو سره د وزو او حيواني خوراکي مرسته وشوه، چې په کې هرې مېرمنې ته دوې وزې او ۵۰ کيلو ګرامه حيواني خوراکه ورکړل شوه.
او دغه راز د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې هم ١٠٠ مېرمنو ته دوې دوې وزې او حيواني خوراکه ورکړل شوه.
همدارنګه هلمند کې له ٢٩٣ بې وزله کورنيو سره د یوه يوه روغتيايي کېټ مرسته وشوه.
ورته مهال د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري پر ۴۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه او۵۰ کیلو وریجې ورکړل شوې.
په همدې حال کې د بامیانو په شیبر ولسوالۍ کې له ۲ زره بې وزله کورنیو سره مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۶ قلمه خوراکي توکي ورکړل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *