د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي چې د متحدو عربي اماراتو له کرکټ بورډ سره یې د همکارۍ پنځه کلن هوکړه لیک لاسلیک کړ
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي چې د متحدو عربي اماراتو له کرکټ بورډ سره یې د همکارۍ پنځه کلن هوکړه لیک لاسلیک کړ د یاد هوکړه لیک له مخې به د افغانستان کرکټ بورډ د یادې مودې لپاره د اماراتو لوبډلې پر وړاندې هر کال درې شل اوریزې لوبې کوي، چې په بدل کې به یې افغان کرکټ بورډ په یاد هېواد کې د لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربه توب کوي.
سربېره پر دې به متحده عربي امارات د یاد هېواد په ورزشي انګړ کې هم افغانستان ته د کرکټ بورډ دفتر ورکوي او دغه راز به د بازارموندنې او د مالي ملاتړ د موندنې په برخه کې اړینې مرستې او همکارۍ کوي.
د یاد هوکړه لیک له مخې به د متحدو عربي اماراتو کرکټ بورډ له افغانستان کرکټ بورډ سره د افغانستان په کوربه توب د لوبلړیو پر مهال د لوبډلو مسوولینو او لوبغاړو ته د ویزو په برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان دغه هوکړه لیک له لاسته راوړنو ډک بللی او زیاته کړې یې ده، چې د دواړو لوریو ترمنځ د لا ډېرې همکارۍ یوه غوره پل دی.
په ورته وخت کې د متحدو عربي اماراتو د کرکټ بورډ مسوولینو هم په دې اړه خوښي څرګنده کړې او په وینا یې، خوشحاله دي، چې له افغانستان کرکټ بورډ سره دغه هوکړه لیک، لاسلیکوي چې دا کار به د دواړو کرکټ بورډونو ترمنځ غوره همکاریو، د لوبغالي اسانتیاوو او نورو ډېرو برخو کې له یو بل سره د همکارۍ زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې د دغه هوکړه لیک لاسلیک کېدل به د افغانستان کرکټ بورډ سره د کوربه توب لپاره د ډاډمن او د لاسرسي وړ ځای په برابرولو او د پيسو په سپما کې ډېره مرسته وکړي.