پروان کې د ۱.۵ میلیون افغانیو په لګښت د یو کانال د کیندلو چارې پیل شوې
د پروان د سرخ پارسا ولسوالۍ د تنګي لولنج سیمې د اوسېدونکو د غوښتنو پر بنسټ د عامه سړک د تخريب د مخنيوي، د اوبو نښلولو او د خلکو ستونزو د هوارې
د پروان د سرخ پارسا ولسوالۍ د تنګي لولنج سیمې د اوسېدونکو د غوښتنو پر بنسټ د عامه سړک د تخريب د مخنيوي، د اوبو نښلولو او د خلکو ستونزو د هوارې په موخه د ۱.۵ ميليونو افغانيو په لګښت د یو کانال د کيندلو او اوبو نښلولو پروژې چارې پيل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه پروژې د پرانیستلو مراسمو کې د پروان والي مولوي عبيدالله امين زاده وويل، چې موږ هڅه کوو د طبيعي پېښو د مخنیوي او د خلکو د تګ راتګ ستونزو د هوارې په موخه د غوربند درې مواصلاتي لارې په اساسي ډول ورغوو.
په همدې حال کې د پروان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس مولوي عبدالعليم احمد وويل، چې د دغه کانال د رغولو چارې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست په مالي مرسته نن پيل او په راتلونکو دوو میاشتو کې به بشپړې شي.
د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست د پېښو د خطرونو مسوول انجنير هارون وويل، چې له لومړۍ سروې وروسته معلومه شوه، چې د کانال د نشتون له امله په دغه ولسوالۍ کې ٢٠٠ کيلومتره سړک او ٧٠٠ کورونه له خطر سره مخ دي.