لیکنې

د متقابل درنښت له دريځ سره هركله راشئ !!

جبريل سعد

متقابل احترام هغه څه دی چې له لومړي سره خو پرې د الهي حكمت له مخې انساني ژوند درول شوی او د يو كور، يوې خپلولۍ، يوې ټولنې، د معاملې لوريو او په ټوله كې په يو ډول ټولنيز چاپېريال كې سره را ښكېلو د هغه غړيو تر منځ يو پر بل د حقونو ښودلو او نورمونو را منځته كولو يوه اساسي موخه د همدې متقابل احترام را منځته كول دي او بيا چې انسان مدني تبه دی او هيڅ فرد يې له نورو په خپل ژوند كې مستغني نه دی؛ دغه مدنيت يې هم پر همدې متقابل احترام باندې ولاړ دی، اوس نو كه دوه يا زيات تنان او يا هم ټولنې په يو ډول هم اړيكې سره پالي، نو لومړی به يې پر همدې متقابل احترام دروي او بيا به يې پيلوي او پالي او داسې هم نه ده چې اړيكې پرې پيل او جوړې شوې، نور يې پالل يواځي پر سيال لوري ور پرېښول شي چې هغه يې درسره وپالي، متقابل احترام د اړيكې د اړخونو تر منځ د حقونو او نورمونو په ښه ډول اداينه او پالل دي چې د اړيكې تر پايه دوام پيدا كوي؛ نو له منځه تلل يې د متقابل احترام له منځه تلو په مانا دي چې بيا نه يواځي دا چې اړيكه پاتې كېږي نه، بلكې لا پر يوه شخړه اوړي چې ته يې له متقابل احترام سره له ور پيلولو وروسته هماغسې پالل ترې غواړې، خو سيال دې ستا له لوري د هغه د حقونو او نورمونو د نه اداينې او پالنې له وجې د ياد احترام له منځه تلو سره آن اړيكې ته لېوالتيا هم نلري او د خپلو حقونو او نورمونو د اداينې او پالنې غوښتونكی وي؛ طبعاً ورسره شخړه راځي. اوس چې اسلامي امارت اړيكې په مطلق ډول په متقابل احترام پوري غوټه كوي؛ لامل همدا دی چې د اړيكو يو فطري او تر ټولو لوړ معيار دی، د نظام د اسلاميت او مليتوب استازولي او كوالټي ده او د غوره او بې طرفه بهرني سياست د موقف لڼد سرليك دی.
څو ورځې وړاندې اسلامي امارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ور كړ چې د گاونډي هېواد پاكستان د دفاع وزير په مشرۍ د دغه هېواد يو لوړ پوړی پلاوی كابل ته راغلی او د اسلامي امارت له مشرانو سره يې ليدنې كتنې ترسره كړې دي چې پكې د دواړو لوريو د نورو لېوالتيا وړ موضوعاتو ترڅنگ پر امنيتي ستونزو، سيمه كې پر ډرون الوتنو او د مخالفو وسلوالو پر فعاليتونو له څرگند دريځ سره سرخلاصې خبرې وشوې، اعلاميه زياتوي چې د دغو سياسي موضوعاتو ترڅنگ پر خپلمنځي ترانزيت، تجارتي او اقتصادي اړيكو، پر كرښه د تلو راتلو پر ستونزو او هلته د افغان كډوالو د ستونزو په اړه پراخې گټورې خبرې وشوې، دواړه لوري پر دې سلا شول چې اقتصاد او سوداگرۍ بايد له سياسي مسائلو زيانمن او اغېزمن نشي او په پای كې بياهم د خبرو او مفاهمې له لارې د مسائلو پر حل او د سياسي او اقتصادي اړيكو پر پراختيا او پياوړتيا ټينگار وشو. د اعلاميې متن څرگندوي چې پر متقابل احترام د افغانانو او اسلامي امارت باور او پرې ولاړو هر اړخيزو اړيكو ته يې د سيمې او نړۍ د را بلنې اغېز مخ پر پراخېدو دی، تر دې مخكې هم له اسلامي امارت سره پر متقابل احترام د ولاړو اړيكو را منځته كولو په موخه د ياد هېواد ديني عالمانو يو پلاوی، د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې او نور لوړ پوړي ملكي-دولتي-پوځي چارواكي راغلي، يا هم يې له اسلامي امارت او بېلابېلو مشرانو سره د استازو او په نړيوالو غونډو او ليدنو كتنو كې د افغانانو پر ننگه وړانديزونو او څرگندونو له لارې د متقابل احترام اړيكو ته لېوالتيا ښودلې وه.
ښايي د دې لامل د افغانستان او پاكستان ترمنځ پر گڼو مشتركاتو ولاړ گاونډيتوب، يو پر بل يې د هر ډول وضعيتونو څرگندې اغېزې، د اسلامي امارت د حكومتولۍ وروستيو پرمختگونو بشپړ بدل كړي وضعيتونه، د پاكستاني ولس مذهبي او كلتوري ميلان او دا ډول ډېر نور ټكي وي چې ور پورې د پاكستان روان اوراتلونكی دواړه تړلي او د ښو او پر دوه لوريز درنښت ولاړو اړيكو غوښتنه او اړتيا لازياتوي، خو په تېر يو كال كې پر دغو اړيكو زياتره سياسي ستونزو بدې اغېزې كړې وې چې بيا يې د پلاويو راتلو، تفاهم او ليدنو كتنو پايلې هم څومره مؤثرې نه وې، هر ځل به ورپسې يوه سياسي پېښه او بيا ترې دوه اړخيزې ترانزيتي-اقتصادي-عامې اړيكې او په ټوله كې متقابل احترام اغېزمن و او په راتلونكو ليدنو كتنو او تماسونو كې به بيا د همدې اغېزمنتيا پر له منځه وړلو كار كېده چې پرې اړوندو هڅو به يې يواځي سمبوليكه بڼه خپله كړه، خو دا ځل د اسلامي امارت له اعلاميې ښكاري چې د پاكستان راغلی پلاوی د راتگ په موخو كې جدي او د اسلامي امارت چارواكو سره ليدنې يې پر رښتونولۍ ولاړې وې. كه پاكستانی اړخ لكه چې تمه ده د دغه پلاوي له ژمنو سره سم گامونه هم واخلي، تر ډېره دوه اړخيزې ستونزې ورسره هوارېدلی او پر ځای يې له باور جوړېدنې سره د متقابل احترام اړيكو رامنځته كېدو ته زمينه برابرېدلی شي چې اسلامي امارت سيمې او نړۍ ته په بيا بيا بلنه ور كړې او د متقابل احترام پر بنسټ اړيكو له هر گامه هر كلی كوي. دا چې د حكومتولۍ او نظامونو د ټولو ډولونو مدار يواځي د ولسونو پر استازولۍ وي او بيا يې د ملي نظام په توگه له همدې حيثيت سره له نورو سره اړيكې د دوه اړخيز درنښت پر بنسټ درېدل هم حتمي وي چې ښايي اسلامي امارت يې په نننۍ نړۍ كې يواځينۍ بېلگه وي؛ خو په نړۍ كې اوسني ټول حكومتونه او نظامونه له دغې استازولۍ يواځي په خپلو غلطو سياستونو او پاليسيو كې ناوړه گټه اخلي، نو ځكه د ډېرو لږو او هغه هم د يو ډول سيالو هېوادونو تر منځ دا ډول اړيكې شتون لري او بس، نو اوس چې افغانستان هم د نړۍ د پرمختلليو هېوادونو د سيالۍ گام وهي پر کتار يې ور گډېږي؛ افغانان به هم د متقابل درنښت له دريځ سره راتلونكي هر هېواد او د هغه پلاوي ته وايي: هركله راشئ !!.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *