لیکنې

مخفي پيرودونکی

داود وردګ

د مخفي پيرودونکي دنده دا ده تر څو په هره اداره کې مراجعينو ته د مراجعينو له نظره خدمات ارزيابي کړي.
په دې توګه مخفي پيرودونکی يوې ادارې ته د يوه عادي مراجعه کوونکي په څير ځي او هلته د خدماتو په اړه بشپړ راپور خپلې ادارې ته ور کوي.
داچې پټ پيرودونکی مراجعينو ته د خدمتونو په ښه والي کې اساسي عنصر بلل کېږي ځکه خو په نړۍ کې اوس حکومتي او خصوصي ادارې د پټ پيرودونکي راپور د خپلو خدمتونو په ښه والي کې مهم بولي .
ځکه د همدغه پټ پيرودونکي د راپور په اساس اداري مسوولين د مراجعينو غوښتنې او هيلې درک کولی شي او د ښه والي لپاره يې اړين ګامونه اخلي.
کله چې مخفي پيرودونکی خپل راپور خپلې اړوند ادارې ته وړاندې کړي اداره راپور ګوري او ارزيابي کوي يي چې په دې توګه د خپلی ادارې د پرمختګ نکتی او کاستۍ نکتی ورته معلوميږي.
د ښه والي لپاره يې اړين ګامونه اخلي.
اړينه ده چې مخفي پيرودونکی د هغه ادارې په اړه کافي معلومات ولري څه خدمات وړاندې کوي او وړاندې کولو تګلاره ورته معلومه وي.
نو ادارات هم د مخفي پيرودونکي له ليږلو مخکې هغه د معلوماتو له کبله ښه تياروي.
لازمه نه ده چې مخفي پيرودونکی د اړوند ادارې مامور وي کيداي شي چې د پوهنتون او جامعاتو محصلين وي .
د ټولنې سپينږيري او معيوبين وي تر څو د اړوند ادارې رهبري له هر پلوه د خپلې ادارې په مثبت او منفي نکتو ځان خبر کړي او پريکړې يې هم د ثقه معلوماتو پر بنسټ ولاړې وي.
او په دې توګه د اداري مشرتابه مجبور نه دی چې هر وخت خپله د ادارې په هر څانګه وګرځي که څه هم ګرځيدل يي مهم او اړين دي.
د مخفي پيرودونکي له اړخه ارزونه لاندې موخې لري:
په دې پوهيدل چې آيا د ادارې نورې څانګې خپل خدمات په هغه معيارونو وړاندې کوي کوم معيارونه چې ورته ټاکل شوي؟
آيا موظف مامور د ادارې خدمات په هغه توګه وړ اندې کولی شي چې ادارې له خوا ورته ټاکل شوي.
د هغه اړتياوو او وسائلو معلومول چې اړوند خدمات د هغو په شتون کې په ښه توګه وړاندې کيدای شي.
د مخفي پيرودونکي خدمات دری مراحل لري:
د خدماتو په وړاندې لومړيتوبونه ټاکل.
د مخفي پيرودونکي ليږل.
د ليدنې ارزيابي کول.
د خدماتو د وړاندې کولو معيارونه:
زر ترزره د خدماتو ترسره کول.
د خدماتو شتون او ډولونه معلومول.
د اجراءآتو معياريتوب.
ولې اهل خبره پر مخفي پيرودونکي تاکيد کوي:
د اجراءآتو له سره ارزيابي کول.
د محاسبې او حوکمې ( حکومتولۍ) د سيستمونو اجراء کول.
د کارونو له سره تنظيمول.
د مراجعينو د خوښۍ معلومول.
د غلطو غير مقصودي کړنو مخنيوی.
که چېرې د چارو رياست هم له مخفي پيرودونکي د ټول حکومت په سطحه د خدماتو د ښه والي لپاره داسې يو ګام واخلي نو په دېره کمه موده کې به د ښې حکومتولۍ په لور لوی ګامونه اخيستل شوي وي.
حتی کيدای شي چې د هر دولتي ارګان مشران په خپل اړوند ارګان کې د مخفي پيرودونکي سياست وکاروي بې ګټې به نه وي.
حتی د خصوصي شرکتونو مالکان هم له مخفي پيرودونکي څخه د خپلو خدماتو په ښه والي کې استفاده کولی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *