مقالی اوتبصرې

نشنلیزم (قوم پرستي) Nationalism دویمه برخه

لطف‌الرحمن قمري

د نشنلیزم پایلې:
نشنلیزم د خپلو بېلابېلو شکلونو رنګونو او تعصباتو لکه دینی، قومی، تژادی، سیمه ایزو او داسې نورو له مخې د ایډز مرض په شان یو خطرناک ساری مکروب دی چې ټولنه د تباهۍ لوري ته راکاږی.
د تاریخ په اوږدو کې د نشنلېزم پوچ شعارونه د نجات، پرمختګ او خوښۍ پرځای تل د تباهۍ، وېنې تویولو، بېرته پاتې کېدلو او د قومی او نژادی جغرافیوی او تاریخی تشکل او تنظیم د له منیځه وړلو لاملونه ګرځېدلی دی. او همیشه استعماري ځورواکانو د خپلو استعماري موخو لپاره د استعمار شویو هېوادونو پر وګړو ور تپلي دي او د خپلې بقاء لپاره یې ملتونه پخپلو کې اخته کړې دي.
نشنلیستی نظریات، شعارونه او نارې خو په پیل کې په پوره سپېڅلتیا د خپلو ژبنیو، نژادی، قومی، سیمه ایزو، سیاسي او ټولنیزو حقوقو او مصالحو د لاس ته راوړلو لپاره اوچتېږی، خو په پای کې بیا د دغسې خلکو لپاره لوی اخلاقی معیار د هغوی محدودې قومي، ژبني، نژادي او…ګټې او همدغه لنډې تنګې ارزوګانې وی، د دوي په نظر د نېکۍ کار همغه دی چې هغه د خپل قوم، نژاد، ژبې … لپاره ګټور وي که څه هم دروغ وی، بې ایماني وي، ظلم او یا بل داسې څه وي چې په هرحال لویه ګناه ګڼل کېدای شي سرچپه د دوی په نظر بدکار هماغه دی چې د دوی قومي، نژادی، لساني، او سیمه ایزو ګټوته زیان ورسوي که څه هم رښتیا وي، عدالت وي، د حق ترسره کول وي، د حق اداء کول وي او یا بل داسې عمل وی چې هغه له لوړو اخلاقي ارزښتونو او ښېګڼو څخه ګڼل کېږي.
د دې مفکورې په اساس د قوم د هر وګړي د ښه توب، پوهې بیدارۍ معیار دا وي چې که له هغه ځینې د قوم، ژبې، سیمې … د ګټو خوندي کولو لپاره د هر راز قربانۍ لکه د سرومال د ضمیر او اخلاقو، انسانیت، نفس او عزت، غوښتنه وشي، ځان ورته چمتو کړي او ترې ویې نه سپموي. او په دې اساس د خپلې ډلې شمېرزیات کړي او د نورو په مقابل کې خپله جنډه اوچته کړي.
له خپل قوم، نژاد، ژبې او سیمه ایز تشکل سره نیکي، ښېګڼه او مینه د هر چا مسلم حق دی خو په دې شرط چې د نورو قومونو او نژادونو حقوق ترپښولاندې نه شی، دبې ځایه تعصب او افراطي طرفدارۍ بڼه غوره نه کړي او له نورو ملیتونو نه د کرکې پولې ته ونه رسي.
د نشنلیزم په وړاندې د اسلام غبرګون :
هر څوک چې د خپلې ژبې د ژوندې ساتلو او د نورو د له منځه وړولو لپاره هلې ځلې کوي او یا د خپل قوم لوړتیا او د نورو د ځوړتیا لپاره هڅه کوی هغه په حقیقت کې د الله د قدرت د نښنانو پرضد جنګ کوی او غواړي چې د الله د قدرت له نښو څخه یوه نښه له منځه یوسي، قرآنکریم په دې باب فرمایی:
ژباړه: یعنې د ژبو، رنګونو، او نژادونو اختلاف د الله جلاله د قدرت له نښانو څخه دي.
نشنلېزم په خپل هر رنګ او شکل ډیره خطرناکه ناروغی ده چې تل د عروجي حرکت پرځای نزولي حرکت کوي، له لوی ملت نه قوم او له قوم نه کوچنۍ قبیله او له قبیلې نه خپل کور ته د خپلو وروڼو ترمنځ هم سرایت کوي ځکه د دې ساري ناروغۍ بڼسټ په خود غرضۍ، خودخواهۍ، انانیت او د ځان د غوروالی په اساس اېښودل شوی دی. کله چې په انسان کې د ځان د غوروالي او د بل د سپکوالي تصور پیدا شي نو هغه هېڅکله د ټولنې او فرد لپاره ګټور نه شی ثابېتدلې او نه د خدمت مصدرګرځېدلی شي بلکې د ټولنې د نېکمرغۍ په ځای به د ټولنې د بد بختۍ سبب ګرځي.
په نشنلیستی تعصباتو کې د اخته انسان د لید زاویه ډېره تنګه وي او په ډېره تنګه دایره کې حرکت کوي دا ځکه چې دغه تعصبات په سترګو پردې غوړوي او بیا نو د ښو او بدو، حق او باطل تمیز پرې نه شي کولای، په ځای ددې چې ځان او نور له تنګو نه پراخ ډګر ته راوباسي په تنګو کوڅو او لارو سرشي او په نتیجه کې د خپل ځان او نورو خلکو د تباهۍ سبب وګرځی.
نشنلیستي تفکر کله هم د بشریت د نېکمرغۍ سبب شوی نه دی، بلکې تل یې انسان د بدبختیو سره مخامخ کړی دی. هټلر چې د قوم غوره والي په فکر د څومره انسانانو وینې تویې کړې او موسولېنې چې د خپل ملت او نظام د برترۍ مسئله وړاندې کړه، همدا نظریات او تعصبات وو چې د نړیوالې جګړې لپاره یې لاره هواره کړه او د زرګونو انسانانو له کوپړیو نه یې څلي جوړ کړل. مشهور تاریخ پوه ارنولد توینبی وایی: نشنلیستی فکر هېڅکله بشریت نه شي یو کولای بلکې دغه فکر او ایدیالوژۍ همېشه بشریت تقسیم کړی او وحدت یې ټوټه کړی دی، نو ځکه نشنلیزم هېڅ راتلونکی نه لری.
له اسلام نه مخکې هم دغه قومي، ژبني، او نور مسایل وو چې ډېرو وړو او کوچنیو خبرو باندې به په سلګونو کاله د انسانانو وینې توېیدلې او بې موجبه به د بې ګناه انسانانو ژوند له خطرسره مخامخ وو، خو دا یوازې اسلام ؤ چې دغه خطرناکه ناروغی یې ښه وپېژندله او په دې و توانېده چې علاج یې وکړي. په دې توګه یې کلونو کلونو جاهل دښمنان سره وروڼه کړل او د دښمنۍ پر ځای یې هغوی ته د مینې او محبت پیغام ورکړ.
په اسلام کې د غوره والی او لوړوالی معیار تقوی او نیکي ده نه نژاد، ژبه، نسب، قوم او سیمه بلکې هغه اخلاق او لوړ ارزښتونه دي چې انسان هم خپل ځان او نور د لوړوالي مدارجو ته پرې رسوي.
په اسلام کې مادي معیارونو ته هېڅ اعتبار نه شته بلکې دلته په معنوي معیارونو او ارزښتونو حساب کېږي. د اسلام له نظره په قوم، ژبې، نژاد او داسې نورو باندې ویاړل او افتخار کول او نور اساسي ارزښتونه له نظره غورځول جاهلیت بلل شوی دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ډېرلوی صحابی حضرت ابوذرغفاری یوه ورځ حضرت بلال حبشي ته وویل چې ای د تورې ښځې زویه!! کله چې دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم واوریده ډېر په قهر شو او حضرت ابوذر ته یې وویل چې په تا کې اوس هم جاهلیت شته. اسلام دغسې تعصباتو ته چټلي او ناولتیا ویلې ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو وته حکم کړی چې دغسې افکار او نظریات پرېږدي او ګوزاریې کړي چې دا چټلي او ناولتیاده.
اسلام په بشری وحدت او یووالی عقیده لری ځکه چې بشریت ټول یو نسل او نژاد دی او د حضرت آدم علیه السلام اولاده ده، نو پرته له معنوي معیارونو او تقوی یو پر بل باندې فضیلت او غوره والی نه لري او اسلام د ټول بشریت او ټولې نړۍ لپاره د رحمت نظام دی او پیغام یې خاص نه دی ځکه خو قرآنکریم په ایها الناس یعنې ای خلکو! سره خطاب کوي او کوم ځانګړی قوم او نژاد ته خطاب نه کوی.
تور، سپین، سور مختلف نژادونه قومونه او قبیلې یوازې په خپلو کې د تعارف او پېژندلو لپاره دی نه دا چې یو له بل نه کرکه او نفرت وکړي او یا یو پربل ځان غوره وګڼی. قرآنکریم او احادیثو دغه مطلب په صراحت سره څرګند کړی دی چې تاسې ټول له یو نر او ښځې نه پیدا شوی یاستئ او بیا مو مختلف قومونه او قبیلې وګرځولئ چې سره وپیژندل شئ. دارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چې عربي په عجمي او عجمي په عربي څه لوړوالی او غوره والی نه لري او نه هم سور او سپین په تور څه غوره والی لری.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *