لیکنېمقالی اوتبصرې

یو بل مفهوم ، د تاریخ لوست

ناشونې ده چې ته دې په قضیې باندې ښه سم پوه شې، ناشونې ده چې ته یې په ښه ډول سره په خوځښت راولې او دا هم ناشونې ده چې مسلمانان دې د تاریخ له لوستلو او ساتلو پرته یو ځواکمن تمدن ولري، هغه څوک چې غواړي د دې قضیې په حل کې ریښتونې برخه ولري باید د ګران فلسطین دننه د اسرائیلو د جوړېدو تاریخ ولولي، دا ډېره اړینه خبره ده، طبعاً ناشونې ده چې زه دې دلته ټول تاریخ په بېړه درته ووایم، خو ژر ژر به یو څو ټکیو ته اشاره وکړم:
۱- اسلامي تاریخ موږ ته په بل ډول راښودل شوی دی، د اتلانو څېرې په کې بدې انځور شوې او د خاینانو څېرې یې په کې سترې کړې دي، دغه کار د تعلیمي او رسنیزو لارو په وسیله تر سره شوی دی چې مسلمانان باید ورته پام وکړي. فلسطین هغه وخت ونیول شو کله چې د غره په څېر عثماني سلطان دوهم عبدالحمید له واکه لرې شو او هغه عثماني خلافت لغو شو چې د فلسطین ملاتړ یې کاوه، له دې سره سره رسنۍ او تعلیمي نصاب دا را ښیي چې عثماني خلافت د عربو پر ځمکو د ترکانو اشغال و.
۲- یوه بله اړینه خبره دا چې تاریخ نن ورځ دا راته وایي چې فلسطینیانو خپلې ځمکې په یهودو خپله وپلورلې، په دې ډول ګناه د دوی ګناه ده او هسې په فلسطین باندې خپل ذهن مه مصروفوئ!
راځئ چې لږ ژر تاریخ وګورو:
ــ د ۱۹۴۸ کال د جنګ په پیل کې یهودو په فلسطین کې یوازې ۵٫۷ سلنه ځمکه لرله.
ــ ۲ سلنه یې له هغه سیکولر حکومت څخه په رشوت واخیستله چې د اتحاد او ترقي ګوند د مشر مصطفی کمال اتاترک او د هغه د ملګرو په وسیله یې د عثماني خلافت ځای نیولی و.
ــ ۱٫۲ سلنه یې د بریتانوي راج څخه بې له کوم قیمته د ډالۍ په توګه ترلاسه کړه.
ــ ۱٫۵ سلنه یې د سوریې او لبنان د نصراني کورنیو لکه سرسق، مطران او تیان څخه وپلورله چې په فلسطین کې اوسېدل.
ــ پاتې شوه یو فیصد ځمکه؛ دا ځمکه خپله فلسطینیانو پلورلې ده چې خاینان ول، د دوی په خیانت د فلسطین فقهاؤ هم فتوی ورکړې لکه مفتي امین حسیني، دغه کار له ۱۹۲۲م څخه پیل شوی و.
اوس وایو چې د فلسطین یوازې۱٪ ځمکه خرڅه شوې ده!!
او پاتې ځمکه د ۱۹۴۸ کال په جنګ کې د ټانکونو، پوځي وسایطو او د عربو په پېژندل شوي ، خیانت نیول شوې ده.
که خبره داسې وي نو ولې یې دا خرافاتي دروغ نشرول، طبعاً صهیونستان په دې خوښ دي او ګټه ترې اخلي ځکه دا یې په ځمکه کې د حق د اثبات دلیل جوړيږي. خو لویه ستونزه دا ده چې عرب هم په دې دروغو خوښ ول، خپرول یې او اوس یې هم ځینې خپروي!! سبحان الله ولې؟
دا خبره ښکاره ده، لامل یې د ضمیر چوپېدل، د نفس ارام او د زړه ډاډه کول دي، خلک غواړي چې په خپلو ورځنیو چارو ډېر بوخت شي او غواړي چې د فلسطین قضیه هېره کړي نو اسانه ده چې ووایي: ځمکې یې خرڅې کړې نو موږ به یې هم پرته د ضمیر له درده هېر کړو.
۳- په تاریخ کې یوه عمومي یادونه:
په فلسطین کې د یهودو پښې یوازې هغه وخت ټینګې شوې کله چې عربي مشرانو خیانت وکړ، بلکې عربي ولسونه خپله ورک ول، خاین مشران د ولسونو لپاره یوه طبیعي کلا وه، دا د الله (ج) قانون نه دی چې د نیکو خلکو مشر دې فاسد وي او یا د فاسدو خلکو مشر نیک سړی وي.حدیث، ترجمه: «څنګه چې یاستئ هماغسې به درباندې ګمارل کیږي.» دلته د ولسونو د روزلو رول څرګندیږي، کله چې ولسونه په پوره او بشپړ اسلامي فهم وروزل شي نو مشر به یې هم نیک وي، لکه د شیخ عزالدین قسام عصر چې ده او ډلې یې د ولس په روزلو تېر کړ چې لوی انقلاب او لوی سړي یې رامنځته کړل لکه عبدالقادر حسیني «رح».
اما هغه ولس چې په عیش، عاجزي، نرمېدلو او فحشاء روزل شوی وي مخ یې د الله (ج) لارې ته نه اوړي، موږ ولیدل چې اتاترک څنګه دین بدل کړ، خطرناک تحریف یې په کې وکړ خو له دې سره سره یې هم ولس نیوکه پرې ونه کړه؛ لامل یې یا ناپوهي وه، یا سستي، یا وېره او یا هم طمع، پایله یې هم وحشتناک سقوط و.
۴- لیدل کیږي چې د بریتانیې، فرانسې، یهودیانو او نورو، په استعماري منګولو کې د اسلامي امت د لوېدلو اصلي لامل له ټولو مخکې د مسلمانانو اختلافات دي، یعنې له ټولو مخکې وطنپالنه وه، دا عرب دی( عربي وطنپالنه) دا ترکی دی( ترکي وطنپالنه) دا کردی دی( کردي وطنپالنه) دا بربری دی( بربري وطنپالنه) او… همداسې نو د وطنپالنې مبلغینو ته وایم چې پام کوئ!
په دغه چټک سفر کې په لومړۍ دندې وغږېدو چې ډېره مهمه ده؛ د قضیې د تحریک موضوع چې باید په ټولو شونیو امکاناتو باید په چټکۍ سره په سمو مفاهیمو راوپارول شي.
دلته مې ځینې مفاهیم ، چې بېل کړي مو و درته یاد کړل او ژر ژر پرې تېر شوو؛ مفاهیم دا وو:
۱- وهېږو چې فلسطین بشپړ اسلامي هېواد دی او د همدې لپاره یې ازادوو، د هغه چا ځواب مو هم ورکړ چې قضیه وېشي، یا د قدس او اقصی په نوم جنګ کوي، همدارنګه مو د هغه چا ځواب هم ورکړ چې د عربي فلسطین شعار یې پورته کړی دی.
۲- د انتفاضې د دوام مفهوم چې د ازادۍ یوازینۍ لاره ده.
۳- د لوی اسرائیل مفهوم او حقیقت یې.
۴- د اسلامي تاریخ د لوستلو د اهمیت مفهوم په عمومي ډول، د فلسطین اوسنی تاریخ په ځانګړي ډول او ځینو نورو ټکیو ته اشاره.
د باور وړ خبره ده چې نور ډېر مفاهیم هم دي او باید په ډېر تفصیل او پاملرنې سره ولوستل شي چې دلته یې د لوستلو لپاره ځای پراخه نه و؛ له الله (ج) غواړم چې په کوم بل ځای کې یې، د تشریح کولو فرصت پیدا کړم.
دویمه دنده
د هیلې راژوندۍ کول
دویمه دنده د ماتې د احساس وژل او د هغې ناکامۍ علاج دی چې د مسلمانانو ذهنونو ته ننوتې ده او یا یې د معنویت روحیه ورکمه کړې ده، همدارنګه د بیا راپورته کېدو هیله راژوندۍ کول هم له لویو دندو څخه ده، دا یوازې د فلسطین په قضیه کې نه بلکې په ټول اسلامي امت کې.
سړی حیران شي، داسې یو امت چې د اسلامي شریعت په څېر قانون لري، اسلامي تاریخ لري، او د اسلام لپاره سړي لري احساسات یې ماتيږي!! خو دا یو لیدل شوی حقیقت او داسې واقعیت دی چې انکار ترې نه شي کېدای.
ولې مسلمانان مایوسه شول؟!
ډېرې چارې وې چې یو له بل سره یې تعامل وکړ او د مسلمانانو په نفوسو کې یې مایوسي پرېښوده.
هغه واقعیت چې مسلمانان ورسره په شلمه پېړۍ کې له لږو بریاوو او ډېرو ماتو سره مخ شول، پیل یې د عثماني خلافت په سقوط بیا د ۱۹۴۸م کال ماته، بیا د ۱۹۵۶ کال ماته( سره له دې چې د بریا په ډول انځور شوه) بیا د ۱۹۶۷م کال ماته، د ۱۹۷۳م کال نابشپړ بری او د لبنان د ۱۹۸۲م کال جنګ.
هغه واقعیت چې موږ له ډېرو بدرنګه ټولوژنو سره په فلسطین، کوسوو، بوسنیا، کشمیر، چیچنیا، عراق او صومالیا کې مخ یو.
هغه واقعیت چې له ظلم، فساد، فحشاء، اقتصادي رکود، د میلیاردونو غلا، څو پوړه کورونو، بېوزلي، اختلافونو، یو د بل وژنو او کرکې سره په کې مخ یو.
دغه تریخ واقعیت سره له اړول شوي تاریخه داسې شو، چې موږ ته یې یو اوښتی مخ راووېست او ډېر یې له لیدلو شرمېږي یا مخ ترې اړوي.
د واقعیت بدلول، د اسلام د انځور کمزوري کول، ټول جرمونه په اسلامپالو ورتپل او د تمدن او پرمختګ ټول اسباب له دوی څخه مستثنی ګڼل. همداسې د لویدیځ ډېر عزتمن بلل او پړسول یې تر څو د ځوانانو د خوبونو وروستی حد وګرځي، خپل هېوادونه او خلک شاته ورته پرېږدي او د جنت په لور روان شي(امریکا او اروپا څنګه چې دوی وایي)
دغو کارونو او یو څه نورو کارونو یو له بل سره تعامل وکړ ، چې په پایله کې یې د مسلمانانو په نفوسو کې مایوسي لاره وېستله.
هغو کسانو ته چې مایوسه شوي دي او هغو کسانو ته چې غواړي د مایوسه شویو په زړونو کې هیله راپورته کړي دغه کلمې وایم:
لس حقیقتونه وپېژنئ:
۱ــ په ځمکه کې د خدای یو قانون دی چې نه بدلېږي، څنګه چې اسلامي امت نن ورځ رنځېږي، داسې وختونه هم و چې نور په کې رنځېدل او اسلامي امت په امن او عافیت کې و. داسې ورځې به بېرته راشي( ناشونې نه ده) چې واک به د مسلمانانو وي، دا یو محکم قانون دی.
۲ـ دغه امت: اسلامي امت یو بېل طبیعت لري، چې له نورو امتونو یې بېلوي، طبیعت دا دی چې دا یو نه مړ کېدونکی امت دی، ښایي یو وخت به نورو ته غاړه کېږدي، ښایي یو وخت به کمزوری شي خو هیڅکله هم نه مړ کېږي، دا امت د پارس، روم، فرعونیانو، انګرېزانو او حتی د امریکایانو غوندې نه دی، ځکه چې له الله (ج) څخه یې خلکو ته وروستۍ کلمه راوړي، که اسلامي امت مړ شي څوک به د الله (ج) او خلکو تر منځ اړیکه ټینګوي، که اسلام له منځه لاړ شي څوک به د ځمکې په خلکو شاهدي ورکوي، که دا امت ختم شي څوک به د قانون او اخلاقو ښوونه کوي؟ که د اسلام سړي ورک شي څوک به خلکو ته الله (ج) ورپېژني؟
د دې امت طبیعت دا دی چې تلپاتې به وي، تلپاتې والی یې د ځمکې په خیر او تګ یې د ځمکې له منځه تګ دی.
۳- د جنګ په حقیقت پوه شه:
جنګ د مسلمانانو او کافرانو تر منځ نه دی، جنګ په اصل کې د الله (ج) او د هغه چا تر منځ دی چې د هغه د کمزورو بنده ګانو څخه یې دین او قانون لرې کړل؛ همدا ډول جنګ د الله (ج) او د یهودو او د الله (ج) او د هغه چا تر منځ دی چې له دین سره یې جنګېږي.
په دې ډول مسلمانان باید یوازې د الله(ج) د لارې تابع واوسي، ثابت پاتې شي او الله (ج) به یې دفاع کوي. الله(ج) له هغه چا دفاع کوي چې ایمان یې راوړی او څوک چې د الله (ج) د دین مرسته کوي الله (ج) به د هغه مرسته وکړي، د الله (ج) د ستروالي، جلال او لویي په اندازه به جنګ هم اندازه کوو. ژباړه: دوی هغسې د الله (ج) قدر ونه کړ لکه څنګه چې د هغه د قدر کولو حق دی د قیامت په ورځ به ټوله ځمکه د هغه په موټي کې وي او اسمانونه به د هغه په ښي لاس کې نغښتل شوي وي؛ الله (ج) د هغه شرک څخه پاک او لوړ دی چې دوی یې کوي. زمر سورت۶۷ ایت.
۴ـ په قرآن او حدیث کې د زېري په حقیقت پوه شه:
ژباړه: او پر موږ دا حق و چې د مومنانو مرسته وکړو. روم سورت ۴۷ ایت.
قسم په خدای چې که د زېري ایتونه نه وای نازل شوي بیا به هم بس وه. ژباړه: موږ خامخا د دنیا په ژوند کې د خپلو پیغمبرانو او مومنانو مرسته کوو او هغه ورځ یاده کړه چې شاهدان به ولاړ وي. غافر سورت ۵۱ ایت.
امام مسلم له ثوبان (رض) څخه روایت کوي چې رسول الله (ص) وایي: الله (ج) ځمکه راته را لنډه چې ختیځ او لویدیځ مې یې ولیدل او زما امت
به یې هغو برخو ته رسېږي چې ما ته راوښودل شوې.
او هغه څه چې له آیتونو او حدیثونو بېل دي د قسطنطنیې فتح او د روم سوبه، قسطنطنیه فتح شوه او روم( د ایټالیا پایتخت) به هم فتح کېږي( ناشونې نه ده) وما .
۵- د تاریخ په حقیقت پوه شه:
زموږ بریاوې په تاریخ کې په ډېرو کمو تجهیزاتو ترلاسه شوې دي، په بدر، یمامه، قادسیه، یرموک، نهاوند، تستر، د اندلس په فتح کې او همداسې نور.
هر ځل چې لوېدلي یو بیا راپورته شوي یو د رسول الله (ص) له وفاته وروسته عربي جزیرې تر ډېره سقوط وکړ، بیا یو نا اشنا قیام وشو او اسلامي دولت له هغه هم ډېر ځواکمن شو ، چې مخکې و، بلکې روم او پارس یې ونیول او د کسری او قیصر شان یې سپک کړ. د اندلس په ملوک الطوایفي کې سقوط وشو بیا د مرابطینو مجاهد دولت راپاڅېده، فلسطین د صلیبیانو په لاس ونیول شو، بیت المقدس شاوخوا نوي کاله بند و بیا د صلاح الدین او نورو اتلانو په لاس د مسلمانانو لپاره یو په زړه پورې قیام وشو چې په نتیجه کې یې د حطین جنګ وشو. وروسته د تاتاریانو په لاس سقوط وشو چې ورپسې د مملوکانو او قطز په لاس بریا راغله ، بلکې ټول اندلس سقوط شو خو هماغه وخت عثماني خلافت راپاڅېده، که کله هم د اروپا له لویديځه اسلام لرې شوی نو په ختیځ کې ځلېدلی دی. مسلمانانو هیڅکله هم سقوط نه دی کړی مګر بېرته بریا ورپسې راغلې ده

محمد علي عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *