لیکنېمقالی اوتبصرې

د اسلامي امت زړه سوانده ، مدبر او با وقاره امیر رحمه الله

له نن څخه پوره یوولس کاله وړاندې اسلامي امت د یو داسې چا له درانه سیورې محروم شو، چې د عجز، تقوا، حقانیت، او شجاعت غږ یې سلامتې نړۍ احساساوه، هغه دروند رهبر رحمه الله چې د اسلامي امت د تېر برم اعادې ته په تش لاس او قوي ارادې را پاڅید، ناهیلی نه شو، پرمخ لاړ، ځان ، کورنۍ او بسته هیواد یې مشقتونو او تکلیفونو ته ور کړ، خو د اسلامي احکامو نه مازې ګوږ هم نه شو .
له واخانه تر ارغنده، له ننګرهاره تر هراته یې پاشلی ملت په یو ټغر را ټول ، د قومي او ژبني تعصب ریښې یې له بیخه ویستې او د ملت یووالي او د اسلامي نظام انفاذ ته یې مخلصانه کار وکړ.
هو!
لوی مـ.ـلا صاحب رحمه الله یوازې افغانستان ته نه ، بلکې سلامتې نړۍ ته داسې څه تر شا پرېښودل، چې اسلامپالو ته د استقامت، صبر، تحمل، شجاعت او تقوا درس ورکوي، او کفري نړۍ ته د دوی د ماتې، ذلالت او ناکامۍ داستان غږوي.
مجاهدینو ته یې د جهاد د اوږدې مبارزې په سخته لار کې د هر رنګ تکلیفونو او مشقتونو د صبر او استقامت درس ور تلقین کړ.
ثالث عمر رحمه الله د اسلامي امت د تاریخ سازو رجالو له کاروانه تاریخ سازه هستۍ، تاریخ جوړونکی اتل او په معاصرې دوره کې بې جوړې رهبر و.
د دۀ رحمه الله هر خبره او وینا بې څه نه وه، تر شا یې د اوږدې مبارزې وروسته د بریا راز پروت و، هغۀ رحمه الله د امریکایي اشغال پر اوایلو کې ویلي و{ الله جل جلاله مونږ ته د بري وعده را کړې ده او امریکا د ماتې ، ګورو به چې کومه وعده به رښتونې وي.} له مؤمنو رجالو سره دالله جل جلاله وعده رښتونې ده، کټ مت د ده د وینا مطابق امریکا ماته او شر منده شوه.
د ثالث عمر رحمه الله د کــارنامو داستان د یوې ورځې د لیکلو نه ، بلکې ورځې، میاشتې او کلونه غواړي.د داسې رجالو ستاینه د دوی د کارنامو په اړه راتلونکي نسل ته تر شا څه پريښودل ، د ټولو همفکره لیکوالو
مسئولیت ده. رحمه الله

لیکنه: مجاهد خواجه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *