لیکنېمقالی اوتبصرې

ثالث عمر..!

‎هغه رهبر چې په نوم اورېدو سره یې زړه ته سکون او روح ته خوشحالي بخښي، هغه اتل چې د تاریخ پر سټکي یې د اسلام هسکه شمله رپاند کړه.
‎هغه رهبر چې دیوه میلمه په خاطر یې خپله ټوله پاچاهي له خاورو سره خاوري کړه له خپله کوره جدایې دخپلو اولادو فراق یې وزغامه خو داسي څه یې افغانانو ته پرېنښودل چې افغانان دې د تاریخ په زرینو کرښو کې په تورو کرښو کې ولیکل شيهغه زعیم چې د نړۍ یوې لویه امپراطوري +۵۷ هیوادونو سره په یواځي سر دمقابلې ډغره ووهله د نړۍ ټول غرور او طاقت یې له خاوري سره خاوري کړ.
‎هغه اتل چې د نړۍ ټول مسلمانان یې د تاریخ په پاڼو کې د یو اتل او شجاع او قوي او سپېڅلي رهبر په نوم لیکي. هغه سپه سالار چې نړۍ یې حتا دشمن یې هم په مړانه ، غیرت، شجاعت او سپېڅلتوب اعتراف کوي. هغه اتل چې په خپل غیرت منده غېږه کې داسي اتلان وروزل چې هر یو یې دشمن ته دآسمان تندر څخه یو تندر و.
‎همدې رهبر، زعیم او قوي سپه سالار ته یو څو کرښي:
‎ای کاش ثالث عمره! نن ته ژوندی وای او تا په خپلو سترګو د نړۍ زبر ځواک مات او ذلیل لیدلای وای.
‎ای کاش ثالث عمره! نن ته ژوندی وای او دا هر څه خوشحالي تا په خپلو سترګو لیدلې وای.
‎ای کاش ثالث عمره! نن ته ژوندی وای هغه تاچې پېشینګويې کړې وه چې امریکا به د لست د سر څخه به دلست پای ته راځي نن هغه مغروره امریکا د لست د سر څخه د لست پای ته راغله او دلست د پای نه هم وغورزېده.
‎ای ثالث عمره! ته رېښتینی افغان او مسلمان وې ، ته د مسلمانو د مات او ړنګو زړونو ټکور وې.
‎ای ثالث عمره! تا د یو داسي امارت بنیاد کېښود چې د نړۍ د کفارو په مخ کې خنډ او د سترګو خار او ازغی و.
‎تا د یو داسې امارت بنیاد کېښود چې د نړۍ د هر مغروره وحشي، ظالم او کافر څخه یې خپل افغاني او اسلامي عنعنات وژغورل.
‎ای ثالث عمره! تا د یو داسي امارت بنیاد کېښود چې د هغوی په بریا او کامیابي سره د نړۍ د مسلمانانو په زړو کې د حریت او د اشغال څخه د خلاصون ولوله او جذبه را پیدا سوه.
‎ای ثالث عمره! دا د خپلي غېږې نه داسي مېړني وروزل چې د اسلام د د فاع په خاطر یې خپل په نازک او تنکي وجود پوري بمونه وتړل او د اعلاء کلمة الله لپاره یې خپلي نازکي او تنکۍ ځوانۍ په اور لولپه کړې او د خپل تن په قربانیو یې د هیواد څخه د شر او فساد ټغر ټول کړ او د ملیونونو افغانانو او مسلمانانو هغه خوب ریښتیا کړ چې له ډېره وخته یې انتظار کاوه.
‎ای ثالث عمره! ته لاړې خو لار دې پالل کېږې. زمونږ مرحوم رهبره! تا خو خپله فریضه په ډېره ښه توګه انجام کړه د امارت وحدت دې تأمین کړ د کفري یرغل پر وړاندي جهاد دې د فتحو تر درشله ورساوه. کله چې دې دمخلصو مجاهدینو، مستضعفو مؤمنانو او سرسپارلیو طالبانو دا کور په هر لحاظ په نظم او مدیریت سمبال کړ او د فتحو په مسیر برابر کړ. نو بیا د خپل متعال رب دیدار په طرف رانه لاړې.
نحسبه کذلک والله حسیبه.!

‎حمزه الیاس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *