افغانستانټولنه اوکلتور

د بغلان لرغوني ځایونه سمدستي پاملرنې ته اړتیا لري

د بغلان لرغوني او فرهنګي ځایونه جوړولو او بیارغونې ته جدي اړتیا لري د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې لرغوني او فرهنګي ځایونه د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي عزت مدیر حقاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په بغلان کې ۲۹ لرغوني او فرهنګي ځایونه شتون لري، چې زرګونه کاله تاریخي مخینه لري خو دغه ځایونه د نه او یا هم کمې پاملرنې له امله تر ډېره بریده د طبيعي پېښو او جګړو له امله زیانمن شوي، چې اوس د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي.حقاني زیاتوي، چې د یونسکو په ګډون هغه بنسټونه او سازمانونه چې د لرغونو او فرهنګي ځایونو د جوړولو او بیارغونې برخه کې کار کوي که د یادو ۲۹ لرغونو ځایونو جوړولو ته پاملرنه ونه کړي ښايي د کم وخت په تېرېدو سره د طبيعي پېښو له امله نور هم لمنځه لاړ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *