افغانستاناقتصاد او رغونه
سرپل کې د ٩ ميليونو افغانيو په لګښت د یو سړک جوړولو چارې پیل شوې
شریعت: د سرپل ښاروالۍ له لوري په دغه ښار کې د څه باندې ٥٠٠ مترو په اوږدوالي پر یوه سړک د کانګرېټ اچولو چارې پیل شوې.
د دغه ولایت د مقام استازي انجنير ثمرالدین سامي وایي، چې دغه سړک د مندویي څلورو لارو څخه پیل د منار تر چوک پورې د څه باندې ٥٠٠ مترو په اوږدوالي غځېدلی، چې پرې ٩ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
سامي زیاتوي، چې د دغه سړک لګښت د سرپل ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي، چې چارې به يې د دوو اوونيو په موده کې بشپړې
شي.