افغانستاناقتصاد او رغونه
خوست کې د یوه کانال په جوړېدو سلګونه جریبه ځمکه له اوبو لاندې شوه
شریعت: د خوست په علیشېرو ولسوالۍ کې د ۱۷۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د د یو کانال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه کانال د علیشېرو ولسوالۍ په خادمې سیمه کې د ۱۳۷۵ مترو په اوږدوالي د سویس هېواد د مرستو پرمختیایې ادارې په مالي ملاتړ جوړ او د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس، د علیشېرو ولسوال، د اړیکو دفتر انجنیرانو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یادولو وړ ده، چې د دغه کانال د جوړولو چارې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شوې، چې پرمټ به یې ۱۳۲۰جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.