مقالی اوتبصرې

د فلسطیني مسلمانانو د ضعف یو څو اسباب !

د فلسطين د مسلمانانو د شکست سببونه ډير دي، ځيني يې دا دي:
_ تر عمل يې علم زيات ده.
_ د نرانو او ښځو خلطيت يې زيات ترسترګو کېږي.
_ ظاهر يې له دښمن سره د محبت ښکارندوی ده، شکلونه يې د خپل دښمن په څير جوړ کړي دي، د خپل پيغمبر سنت او خپل کلتور يې پرييښی ده، دغه حالت يې له دښمن سره د باطني نفرت په نه‌شتون دلالت کوي او د نفرت نه‌شتون د مقابلې انګېزه او بنسټ سستوي، مطلب دا چې دوی د مقابلې روحيه نه‌لري.
_ تر خپل کار يې د دښمن د اعداد ليدلو او معلومولو ته زياته توجه ده، چې په دغه کار يې روحيه له لاسه ورکړې ده.
_ په دومره سخت حالت کې ډير څه پاخه او لوړې ماڼۍ لري، ځوانان يې داسي تروتازه ښکاري لکه ټول ژوند چې يې ساړه سيوري ته تير شوی وي، هر يو چې يې وينئ داسي سور سپين وي چې هيڅ د غربت، ستړيا او اندیښنې څرک پکې نه وي، معنی دا چې بالکل عملي خلک نه‌ښکاري.څوک چې د عمل اراده نه‌لري بری به له کومه کړي؟دا ځکه د شکست اسباب ګڼم چې په خپل وطن کې مې دغسي خلک تجربه کړي دي.

عبیدالله رقیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *